د افغانستان په سوېل کې پروت هلمند هغه ولایت دی چې د تېرو دوو لسيزو راهیسې د طالبانو د جګړې ډګر بلل کېده. دغه ولايت د طالبانو د اوسېدو لپاره یوه مهمه سیمه یادېده چې تر ډېره د جګړې رهبري هم له همدې ولايت څخه کېده.
ورته مهال د هلمند جګړهځپلی ولس وايي چې که څه هم اوس مهال د طالبانو د جګړو د درېدو درې کاله پوره کيږي؛ خو لاهم د دوی ژوند د دغې ډلې د ښخ کړل شویو ماينونو دپاسه تېرېږي. د هلمند مرکز لښکرګاه ښار يو اوسیدونکي شاهولي چې يو زوی او لور يې د طالبانو له خوا په ښخ کړل شویو ماينونو کې تېر کال له لاسه ورکړل، ۸صبح ورځپاڼې ته يې وويل چې څلور کاله يې د طالبانو او د تېر حکومت د جګړو له کبله خپله سيمه پرېښې وه؛ خو څلور کاله خپل اصلي ټاټوبی ته تر ستنېدو وروسته يې کور سخت ویجاړ او پر کنډواله بدل شوی دی.
دی وايي چې پر يو اووه کلن زوی او پنځه کلنې لور يې د طالبانو له خوا ښخ کړل شوي ماين هغه مهال چاودنه وکړه، کله چې دی او د کورنۍ نورغړي يې د کور پر بیا رغېدو لګیا وو. شاولي زیاتوي، د طالبانو له خوا په پيل شوې جګړه کې یې هم مالي او هم ځاني قرباني ورکړې ده.
هغه د ۸صبح سیمهییز خبریال سره په خپلو خبرو کې وويل: «زه د چاينجير سيمې يمه، څلور کاله زموږ په سيمه کې سختې جګړي وې، ټول کلی ګډه شوی و، کله چې جګړې ختمې شوې، نو راغلمه زما کور لوټې لوټې شوی و. وروسته مې د کور پر رغېدو پیل وکړ. دلته ماين ښخ و او زما اووه کلن زوی او يوه پنځه کلنه لور یې رانه واخیستل.»
د هلمند یو شمېر نور اوسيدونکي هم وايي چې د طالبانو د ښخ کړل شویو ماينونو له کبله يې ژوند په ستونزو کې تېرېږي او تر اوسه د دوی سيمې د تېرو ښخ کړل شویو ماينونو څخه نه دی پاک شوی. په همدې حال کې د هلمند د سنګين ولسوالۍ يو اوسيدونکي کريمالله چې د استوګنې ځايونه يې د طالبانو پر ښخ کړل شویو ماينونو فرش شوي دي او دوی د اړ دي چې د همدې پخوانيو ښخ کړل شویو ماينونو دپاسه ژوند وکړي.
دی وايي چې د طالبانو له ادارو سره يې څو ځله خپلې ستونزې شريکي کړي او له هغوس يې غوښتي چې سيمې يې د ښخ کړل شویو ماينونو پاکې کړي؛ خو ورته ويل شوي چې د سيمو د تصفيه کولو لپاره امکانات په لاس کې نه لري.
د ده په وينا، هغه طالبان چې په لارو او کوڅو کې يې په تېرو وختونو کې ماينونه ښخ کړي، هغوی ټول په جګړو کې وژل شوي او نور کسانو ته د دغو ماينونو په هکله هېڅ راز معلومات نشته.
کريمالله زیاتوي:«ژوند مو د ماينونو دپاسه روان دی، ځکه مجبور يو. ترڅو به موږ په خپل کلي کې نه اوسېږو. هغه طالبان چې دلته يې ماينونه پخوا ښخ کړي وو، هغه ټول وژل شوي، بل چا ته نه د ښخ کړل شویو ماينونو ځايونه معلوم دي او نه هم د ښخ کړل شویو ماينونو تخنيکي حالت ورته معلوم دی. طالبانو ته ورغلو هغوی راته وويل چې په ټول هلمند کې ماينونه ښخ دي او د دې سيمو تصفيه کول ډېره سخته ده.»
د هلمند اوسېدونکو په خبره، په يو شمېر سيمو کې خلک چې سرپناه نه لري اړ شوي چې خپله لاس په کار شي او د طالبانو ښخ کړل شوي ماينونه راوباسي. د مرکز لښکرګاه يو اوسيدونکی ګل اغا وايي چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو نږدې ۲۰ ښخ کړل شوي ماينونه د لارو او کوڅو څخه پاک کړي دي.
هغه وايي چې که څه هم په جګړهییزو سيمو کې د طالبانو له خوا د ښخ کړل شویو ماينونو له منځه وړل په نامسلکي ډول خطرناکه کار دی؛ خو په خبره يې چې دغه کار د خلکو سره د مرستې په موخه کوي.
نوموړی وايي هغه ناچاوده توکي چې دا مهال د خلکو د استوګنې په ځايونو کې پاتې دي، هغوی یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دی وړاندې وايي چې ډيرې کورنۍ د همدي ښخ کړل شویو ماينونو له کبله نږدې ټوله ورځ د خپل ماشومانو څارنه کوي.
ګل اغا زیاتوي :« ما په تېرو درېيو کلونو کې ۲۰ دانې ماينونه له ځمکې څخه راباسلي. ټول په لارو او مهمو کوڅو کې وو. که څه هم دغه کار له خطره ډک دی؛ خو موږ مجبور يو چې سيمې له دې ماينونو څخه پاکي کړو. بل څوک زموږ د غږ د اورېدو نشته. ټول خلک کوښښ کوي چې خپل ماشومان هغه سيمو ته پرېنږدې، چيرې چې جګړې تېرې شوې دي.»
داپه داسي حال کې ده چې د سولې د عملیاتو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا د تېره دوشنبه د مې پر ۲۰مه په یو ویډیو کې چې د ملګرو ملتونو په اېکسپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له وخته ۱۰۰ زره ټنه ناچاوده توکي پاتې دي او د شنډولو لپاره یې دوی یو شمېر کسان روزلي دي. دغې ادارې ويلي چې په افغانستان کې تېر یو کال ناچاوده توکو ۸۰۰ کسان وژلي دي.