۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ادعا کړې چې په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی دی.
قانع دا څرګندونې چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه په خواله شبکې اېکس کې له مخدره توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
د نوموړي په خبره، د روږدو کسان راټولول او د هغوی درملنه تر ټولو لویه ننګونه وه چې په خبره یې، ویې کړای شو په «بریالیتوب» له دغه پړاوه ووځي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنېدو تر اوسه، د طالب ځواکونو له خوا د هېواد په کچه ۴۷ زره او ۸۷۹ عملیاتونه شوي چې په پاېله کې یې ۱۷ زره او ۲۴۰ کسان نیول شوي دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي و چې په افغانستان کې څلور میلیونه کسان نشهيي توکي کاروي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د نشهيي توکو کارول پکې ډېر دي.