۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې استرالیا له افغانستان سره ۲.۶ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
اوچا پنجشنبه د چنګاښ پر ۷مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا مرسته د افغانستان له وجهي صندوق (AHF) سره شوې ده.
د دغه بنسټ په خبره، استرالیا څو کلن مرسته کوونکی دی چې د افغانستان بشردوستانه وجهي صندوق له جوړېدو راهیسې یې له دغه صندوق سره څه باندې ۷۵ میلیونه استرالیايي ډالره مرسته کړې ده.
څه موده وړاندې ډنمارک هم له افغانستان سره ۷.۲۹ میلیون ډالر مرسته کړې وه.
پرون اوچا ویلي و چې په تېر میلادي کال کې د دغه هېواد له وجهي صندوق سره ۸۱.۶ میلیون ډالر مرسته شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته، د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ویلي چې دا هېواد له سیاسي ناورین وراخوا د لوږې، بېکارۍ او روغتیايي ننګونو هم کړېږي.