۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په غور او فاریاب کې د سېلاب ځپلو بېړنۍ اړتیاوې خوړو، اوبو او سرپناه ته ده.
اوچا یکشنبه د غبرګولي پر ۶مه په یو خپاره کړي راپور کې لیکلي چې په دغو دوو ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳۴ کسان مړه کړي.
د راپور په حواله، په فاریاب کې ۸۴ کسان مړه، پنځه ټپیان او ۴۰ نور لادرکه دي.
نوموړي دفتر زیاته کړې چې په فاریاب کې شاوخوا ۸۷۰ کورونه ویجاړ یا اغېزمن شوي او ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړې.
بل پلوه، د خپرو شویو راپورونو له مخې په غور کې هم سېلابونو ۵۰ کسان مړه کړي او سلګونه نور لادرکه دي.
اوچا ویلي چې په دغه ولایت کې څه باندې شپږ زره کورونه او ۲۰۰ دوکانونه اغېزمن شوې دي.
په تېرو څو ورځو کې د درنو ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو په بغلان، فاریاب، غور او ځينو نورو ولایتونو کې درانه زیانونه اړولي.
تازه په بغلان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دوشي، خنجان او پلحصار ولسوالیو کې د ورښتونو لامله په راوتلو سېلابونو کې پنځه کسان مړه شوې دي.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۸۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.