۸صبح، کابل: د افغانستان په هکله د دوحې درېیمې ناستې په درشل کې د ښځو حقونو لږ تر لږه درېیو فعالانو په دې ناسته کې ګډون ونه کړ او تحریم یې کړه.
د دوحې درېیمه ناسته یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه، ماښام ۶:۴۵ بجې په قطر کې جوړېږي.
د تېر حکومت د مذاکرې ټیم غړې حبیبه سرابي، په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیله مصلح او د ښځو حقونو فعاله زبیده اکبري د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې ناستې ته بلل شوې وې؛ خو دوی له ګډونه ډډه وکړه.
دې مېرمنو په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې ناستې له اجنډا نه د افغان مېرمنو په لرې کولو سره د دوی د بشري حقونو وضعیت له پامه غورځولی دی.
ورته مهال د ښځو یو شمېر معترضو غورځنګونو د نړیوالو لاریونونو په بللو سره، د دوحې درېیمه ناسته غندلې ده.
د قطر په «ریتز کارلټن» هوټل کې د طالبانو پلاوی او د ۲۲ هېوادونو او یو شمېر سازمانونو ځانګړي استازي راغونډ شوي او ټاکل شوې چې دا ناسته دوه ورځې دوام وکړي.