په ارزګان ولايت کې بڼوال وايي چې د تېر سوړ ژمي څپې او ورښتونو د باغونو پر حاصلاتو ډېر ناوړه اغېز کړی او په وینا یې، سږکال د دوی باغونو ښه حاصلات نه دي ورکړي. د یاد ولايت د بڼوالو په وينا، د ژمي سړې هوا له کبله د بېلابېلو بوټو ګلان ساړه وهلي او هرڅه يې له منځه تللي دي.
په مرکز ترينکوټ کې يو بڼوال حميدالرحمن وايي، په خپلې دوه جريبه ځمکه کې یې يې د بادامو باغونه جوړ کړي وو چې د تېرکال په پرتله يې ۵۰ سلنه کم حاصلات ترلاسه کړي دي. هغه وايي په تېرو کلونو کې به يې دومره د بادامو حاصلات ترلاسه کول چې د نوموړي اقتصادي ستونزې به تر يوې اندازې ورسره حل کېدې؛ خو سږکال هيله نه لري څو د دوی شوي لګښتونه دې هم پوره شي.
دی زیاتوي: «څه موده مخکې دلته ډېره يخه څپه راغله، په داسې وخت کې دا سړه څپه راغله چې زموږ باغونو ګلان نيولي وو. بس همدغه سړې څپې زموږ ګلان ټول ختم کړل. سږکال به يې حاصلات ډېر کم وي، څومره چې موږ هيله لرله په هغه ډول به حاصلات ونه کړي. په تېرو کلونو کې زموږ باغونو ډېر ښه حاصلات کول، خو سږکال هيله نه لرو چې هغه زموږ لګښتونه دې هم پوره کړي.»
ورته مهال، په ارزګان کې يو بل بڼوال عابدګل وايي، سږکال په دغه ولايت کې د بادامو باغونو په ګډون يو شمېر نور باغونه چې هره کال بڼوال ترې ښه حاصلات ترلاسه کوي ساړه وهلي او هېڅ د حاصلاتو ترلاسه کېدو تمې ترې نه کېږي. هغه وايي، له باغونو څخه د بڼوالو کم حاصلات به د دې لامل شي چې ډير بڼوال سږکال له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
ده له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «سږکال چې څومره باغونه دي ټول يخ ووهل، لږ حاصلات ترې ترلاسه شوي، يوازې د بادامو باغونه نه دي چې ګلان يې يخ وهلي، بلکي د کشتو، زردالو او دې ته ورته نورو ونو ګلان يخ وهلي او بڼوالو هېڅ حاصلات ترې نه دي ترلاسه کړي. هغه بڼوال چې هيلې يې همدغه باغونو ته وې، سږکال به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس ګريوان وي.»
په ارزګان ولايت کې يو شمېر نور بڼوال بیا وايي چې په دې وروستيو کې سېلابونو هم باغونه له منځه وړي دي. د دغه ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له کبله د يو شمېر بڼوالو د باغونو وني سېلابونو وړي او باغونه يې له منځه تللي دي.
د خاص ارزګان ولسوالۍ يو اوسيدونکي محمدرفيق وايي چې د دوی په ولسوالۍ کې په لسګونه داسې باغونه شته چې وروستيو سيلابونو يې ونې ويجاړي کړي او سږکال ترې د حاصلاتو ترلاسه کېدو هېڅ هيلې نشته. نوموړی وايي چې له زيانمن شویو بڼوالو سره تر دا مهال هېڅ مرستې نه دي شوي او نه هم په راتلونکي کې دوی هيله لري چې ورسره دې مرستې وشي.
دی وايي: «سږکال زموږ په ولسوالۍ کې ځيني باغونه سېلابونو يوړل، سخته يې خراب کړل. د اوبو ورتلو لارې يې هم بندي کړي. بڼوال هم زيانمن شوي، زموږ د ولسوالۍ بڼوال هيله نه لري چې سږکال دې له خپلو باغونو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي. که څه هم يو شمېر موسسو د مرستو ژمنې کړي دي خو تراوسه پورې د زيانمن شویو بڼوالو سره مرستې هم نه دي شوي.»
په ارزګان ولايت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست هم وايي چې موسمي بدلون د دې لامل شوی چې په نږدې ټولو حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راولي. د دغه رياست د مسولينو په وينا، سږکال په دغه ولايت کې د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې د ۱۵ نېټې څخه ورښتونه او سړې څپې د دې لامل شوې چې ټول حاصلات زيانمن کړي. د کرنې ریاست د مسولينو په وينا، د ارزګان دهراوود ولسوالۍ يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې د ساړه له کبله يې ډير حاصلات زيانمن شوي دي.
د دغه رياست يو مسوول وايي: «د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتي د ۱۵ نېټې ورسته په يوه ځل هوا يخه شوه، ټول حاصلات يخ ووهل. ترڅنګ سېلابونه راغلل او ډېر زيانونه یې واړول. په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د شکرپارې زيات باغونه يخ وهلي او ډير يې حاصلات کم کړي دي.
د معلوماتو له مخې، د ارزګان ولايت نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لاري د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کوي. دا چې سږکال به په څومره کچې بڼوال له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي، هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب کړي.