۸صبح، کابل: د تېر حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وايي، ملګرو ملتونو ونه شو کړای چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو د بشپړ او «مانالرونکي» ګډون تضمین وکړي.
سرابي یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه د دوحې درېیمې ناستې له پېلېدو څو ساعته مخکې د یوې اعلامیې په خپراوي سره په دې ناسته کې د نهګډون او تحریم خبر ورکړی دی.
مېرمن سرابي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو ونه شو کړای چې د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک پر بنسټ د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو تضمین وکړي.
هغې ویلي: «ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو او همداراز د دوحې ناسته کې د ښځو په مانالرونکي او بشپړ ګډون په امر کې ناکام دي.»
د سرابي په خبره، ملګرو ملتونو افغان مېرمنې او مدني ټولنې د دوحې ناستې له محوره لرې کړي او د هغوی لپاره یې د دې ناستې په څنډه کې وړې ناستې برابرې کړي چې د ښځو د بشپړ او مانالرونکي ګډون خلاف کړنه ده.
ټاکل شوې د افغانستان په هکله د دوحې درېیمه ناسته نن (یکشنبه) د چنګاښ پر ۱۰مه، ماښام ۶:۴۵ بجې په قطر کې جوړه شي.