۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وايي، په دې ناسته کې د روسیې او ازبکستان ځانګړو استازو د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی دی.
مجاهد یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه په خپله اېکسپاڼه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان له استازي عصمتالله ارګاشیف سره د دوحې ناستې له پېل دمخه د لیدنو خبر ورکړی دی.
مجاهد پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې پلاوی به یې د «رغنده او مثبت» تعامل لپاره دوحې ته لاړ شي.
ټاکل شوې چې مجاهد به د ناستې له پېل مخکې د هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بريټانیا، ناروې، اندونیزیا، هالنډ او ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره هم لیدنې ولري.
د افغانستان په هکله د دوحې درېیمه ناسته نن (یکشنبه) د ماښام ۶:۴۵ بجې په قطر کې پېلېږي.
طالبان به د دې ناستې په دویمه ورځ د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د بانکي محدودیتونو او په افغانستان کې له نشهیي توکو سره د مبارزې د پرمختګ په هکله خبرېاترې وکړي.