۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د نیمروز له مرکز زرنج او ولسوالیو لږ تر لږه د ۵۰ روږدو کسانو مړي راټول شوي. سرچینې مني چې ډېری کسانو د ګرمې هوا، لوږې او تندې لامله ساه ورکړې ده. د سرچینو په وینا، طالبان د روږدو کسانو د ژغورنې لپاره هېڅ پروګرام نه لري او یوازینی کار چې کوي، هغه د مړو راټولول او خښول دي. دغه راز، د نیمروز اوسېدونکي په دغه ولايت کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو لپاره د مناسبې استوګنې او ملاتړ پروګرامونو له نشتوالي اندېښنه ښيي. هغوی ټینګار کوي چې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د مړینې زیاتوالي د خلکو اندېښنې لاپسې زیاتې کړي او په وینا یې، په دې برخه کې دې جدي اقدام وشي.
په نیمروز کې د طالبانو له امنیې قوماندانۍ هم ځينو سرچینو په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د مړینې زیاتېدو پخلی کړی دی. د سرچینو په وینا، پر مخدره توکو د روږدو کسانو مړي له ښاره راټولېږي او د دغه ولایت سړې خونې ته لېږدول کېږي. دا سرچینې زیاتوي چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو لږ تر لږه ۵۰ مړي راټول شوي دي.
بل پلو، د نیمروز په ښاروالۍ کې سرچینې وايي چې پر مخدره توکو د روږدو کسانو د مړینې د زیاتوالي لامله د هغوی خپلوان ژر نه پېدا کېږي او په وینا یې، اړ دي چې مړي له سړې خونې واخلي او خښ یې کړي.
د نیمروز ځينې اوسېدونکي وايي چې د استوګنې په سیمو کې پر نشهیي توکو د روږدو کسانو مړه کېدل بیا په دغه ولایت کې د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي. هغوی وايي چې طالبان دې په دې برخه کې ځانګړی پام وکړي او پرېنږدي چې روږدي کسان له لوږې او تندې ومري.
د زرنج ښار اوسېدونکی عبدالاحد وايي چې هره ورځ پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي چې په وینا یې، په دې وروستیو کې یې د مړینې په کچه کې هم ډېروالی راغلی دی. نوموړی ټينګار کوي چې په استوګنې سیمو او سړکونو کې د روږدو کسانو د مړینې لامله د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې ډېرې شوې دي.
د زرنج ښار دا اوسېدونکی وايي: «په دې وروستیو کې معتادان ډېر شوي، ټول له ایرانه شړل شوي او نیمروز ته راځي. له یوې خوا پر نشهیي توکو د روږدو کسانو ډېرېدل او بل پلو یې د مړینې په کچه کې زیاتوالی د اندېښنې وړ ده. کله چې کور ته نږدې د یوه روږدي مړی ووینو، ځورېږو.»
عبدالاحد زیاتوي: «زموږ کور ته نږدې د تېرې اوونۍ په لړ کې دوه روږدي کسان مړه شوي وو. کله مو چې د یوه مړی ولید، شاید ۲۵ یا ۲۸ کلن ځوان به و، ښايي د لوږې یا تندې لامله یې ساه ورکړې وي. له یوې خوا موږ اندېښمن کېږو او بل پلو د سیمې ماشومان ترهېږي. یانې تر هغې چې جسد له سیمې وړل کېږي، ټول اندېښمن یو.»
۸صبح ورځپاڼې ته د رارسېدلو شمېرو په حواله، هغه کسان چې په نیمروز کې یې د روږدو کسانو په نوم ساه ورکړې، د بامیان، دایکندي، فاریاب، غزني او نیمروز اوسېدونکي دي.
د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکي عزیزاحمد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په مخدره توکو ځينې روږدې د دې لپاره چې له لوږې وژغورل شي، دغې ولسوالۍ ته هم ورغلي دي. نوموړی زیاتوي چې تېره اوونۍ په مخدره توکو یو روږدی چې د دایکندي اوسېدونکی و، د تندې لامله یې ساه ورکړې ده.
د نیمروز دا اوسېدونکی ټينګار کوي چې په زرنج ښار کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او هغوی اړ دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ او اوبو لپاره د دغه ولایت ولسوالیو ته لاړ شي.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له چټکېدو او په نیمروز کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو له ډېرېدو سره د دغه ولایت د ټولنیزو فعالانو اندېښنې راپارولې دي. هغوی دغې ستونزې ته د پاملرنې غوښتنه کړې او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.
محمدیوسف (مستعار نوم) چې ټولنیز فعال دی، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «نیمروز یو سرحدي ولایت دی او هره ورځ هغه افغان کډوال چې له ایرانه شړل کېږي، په منځ کې یې ډېری شمېر پر مخدره توکو روږدي دي چې د کرایې نشتوالي یا هم د روږدېدا لامله کورونو ته نه ځي او په نیمروز کې پاتې کېږي او دا د اندېښنه خبره ده.»
دا ټولنیز فعال زیاتوي: «طالبان دې د روږدو کسانو د راټولولو لپاره یو پروګرام جوړ کړي. که په نیمروز کې هغوی ته د درمنلې اسانتیاوې برابرې شي، ښه ده؛ که نه نو هر روږدی کس دې خپل ولایت ته ولېږدول شي، څو هسې نه دا ولایت د روږدو کسانو د مېشتېدو په ځای بدل شي.»
د لوږې او تندې لامله د روږدو کسانو د مړینې په اړه دا اندېښنې داسې مهال ډېرې شوې دي چې له دې وړاندې د پخواني حکومت ځينې هغه امنیتي ځواکونه چې په جبري توګه له ایرانه شړل شوي و، په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوي.
د راپورونو په حواله، طالبانو ځينې پخواني امنیتي ځواکونه چې له ایرانه شړل شوي، وژلي او اوس پر مخدره توکو د روږدو کسانو د مړینې لامله دغو اندېښنو زور اخیستی.