۸صبح، کابل: اروپايي ټولنې ویلي چې له افغانستان سره یې د ۹۸ ټنو درملو او روغتیايي توکو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافېلا ایوډیس یکشنبه د چنګاښ پر ۱۰مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې دا مرستې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او سېلاب ځپلو ته ځانګړې دي.
نوموړې زیاته کړې: «دا ډېر ښه خبر دی چې نن د بشردوستانه هوايي پُله له لارې افغانستان ته ۹۸ ټنه درمل او روغتیايي توکي راورسېدل.»
ورته مهال، د اروپايي ټولنې د ناورین مدیریت کمېشنر ویلي چې خلک د افغانستان په مرکز او شمال کې د وروستیو سېلابونو وروسته مخ په ښه کېدو دي.
نوموړي زیاته کړې چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه، افغانستان ته د ۳۶ الوتنو په مرسته یو زر او ۵۷۰ ټنه بشرپالې مرستې استولې دي.
اروپايي ټولنې له دې وړاندې هم له افغاستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.