داعش دمګړۍ د طالبانو پر ضد یو لوی ګواښ بلل کېږي. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته داعش خراسان ډلې څو مرګوني بریدونه وکړل. داعش پورې اړوندو کسانو په کندوز او کندهار کې شیعه لمونځ کوونکي په نښه کړل او پر څلورسوه بستریز روغتون برید کې يې د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان هم وواژه. هغوی د افغانستان په ختیځ کې عملاً له طالبانو سره ښکر په ښکر دي. د کابل تر پرځېدو وروسته داعش جګړه مار د تخليې د پروسې پر مهال مرګونی برید وکړ. دمګړۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې داعش ته د سرتېرو د جذبېدو ګڼ راپورنه شته. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د اسلامي همکاریو سازمان په کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې داعش دغه هېواد ته لوی ګواښ دی. پاکستان د افغانستان په مختلفو ابعادو کې په ځانګړې توګه پر استخباراتي او امنیتي اړخ تسلط لري. اسلام اباد د ډیورند تر کرښې دې غاړې ته د داعش پر فعالیتونو خبر دی او پوهېږي، چې داعش خراسان ډله د پاکستاني طالبانو تحریک دی. بلخوا په هېواد کې د داعش د جدي ګواښ ډېرې نښې لیدل کېږي. د هوا په توتېدو به د جګړې ډګر هم تود شي.
د طالبانو سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د داعش له شتون څخه انکار ونه کړي. ځینو سرچینو په کونړ کې د ۴۵۰ امریکايي ډالرو د معاش په بدل کې داعش ته د افرادو د اوښتو خبرونه خپاره کړي دي. دا په افغانستان کې د شونې خطرناکې پېښې د پېښېدو کوچنۍ نمونه ده. د دا شان خطر په اړه باید احساساتي چلن ونه شي.
داعش د عراق او سوريې اسلامي دولتونو د تروریستي ډلې لنډ نوم دی. پر عراق د امریکا تر برید وروسته دې ډلې په ښکاره توګه خپل فعالیتونه په دغه هېواد کې پيل کړل. سلفي افراطي روزنې او په منځني ختیځ کې د داعش لمنې خپرېدو لپاره د بهرنیو لاسوهنې د دغې ډلې د ایجاد مهم لاملونه ګڼل کېږي.
په ۲۰۱۴ کې پاکستاني پوځیانو د پاکستاني طالبانو پر ضد په قبایلي سیمو کې پراخ عملیات پيل کړل. د دغې ډلې غړي د بریدونو له وېرې د افغانستان ختیځ ته را واوښتل او د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته يې د بیعت لاس مخکې کړ. هغه مهال د دغې ډلې اصلي موخه د یوې جغرافیې ترلاسی او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د امن ځای پیدا کول و. په واقعیت کې ویلی شو، چې د داعش خراسان ډله د پاکستاني طالبانو تحریک څخه جوړه شوې ده. داعش په ۲۰۱۵ کال کې رسماً د دې ډلې بیعت ومانه او د فعالیت سیمه یې منځنۍ اسیا کې د «خراسان ولایت اسلامي دولت» په نامه مشخصه کړه.
د محمد اشراف غني په مشرۍ، پخواني حکومت په افغانستان کې د داعش شتون رواني او تبلیغاتي جګړه بلله. حال دا چې دې ډلې د کابل په لوېديځ کې د شیعه وو پر سیمو د مرګوني پېښو مسوولیت په غاړه اخیسته. اوس طالبان د دې ډلې د لویو بریدو باوجود د یادې ډلې د شتون انکار کوي. په دې لیکنه کې هڅه شوې، چې په افغانستان کې داعش لیکو ته د خلکو ورتللو پر شونتیاوو لنډ بحث وشي.
داعش د یوه بالقوه ګواښ په توګه
داعش افغانستان او طالبانو ته بالقوه ګواښ دی. دې ډلې ته د سرتېرو د ورتللو لپاره فکري او فرهنګي بستر شته. له دې کبله به هغوی د خپلو فعالیتونو د پراخولو له ستونزې سره مخ نه شي. بلخوا عملاً یوه سیاسي نظام او پاشلي دولت، انساني او اقتصادي بحران له خلکو قرباني اخیستې او د خلکو ژوند له ناوړه حالت سره مخ دی. تجربو ښوولې، چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې نظام او حاکمیت له منځه تللی، د بلواګرو رول څرګند شوی دی. د سیاسي نظام ماته که طالبانو ته بریا ښکارېږي، داعش ډلې ته هم د ريښو غځولو فرصت ښکارېږي. پخواني حکومت له ستونزو سره سره د داعش ډلې د ځپلو زیاتې لارې درلودې، که د طالبانو جګړه نه وای، داعش به د مانور کم فرصت په لاس کې درلودای. همداراز د دې ډلې جګړه ماران د هېواد په هر ګوټ کې د پوځي چورلکو ښکار کېدل او د مانور کم فرصت په ګوتو ورته.
فقر او لوږه
دمګړۍ فقر او لوږه د داعش د کرښو د پیاوړتیا لوی دلیل بلل کېږي. ګڼ ملي او نړیوال راپورته شته، چې پکې ویل شوي، دا ډله د خپلو کرښو د پیاوړلو لپاره خپلو جګړه مارو ته هره میاشت تر څلوسوه ډالرو زیات معاش ورکوي. خلک له ډېرې لوږې خپل اولادونه او د بدن غړي پلوري. په داسې وضعیت کې د پيسو د ترلاسي لپاره تروریستي ډلو ته د دوی د تګ شونتیا زیاته لیدل کېږي. تازه اناتولي رسنۍ د کونړ یوه اوسېدونکي له خولې لیکلي، چې داعش بې روزګار کسان په نقدي مرستو سره ځان ته ورغواړي او د خلکو له لوږې ناوړه استفاده کوي.
وزګارتیا او له کاره محرومیت
بیکاري او د دندې نه درلودل د داعش د کرښو د پیاوړتیا بل ټکی بلل کېږي. د پخواني حکومت تر سقوط وروسته په زرګونه کسانو په مختلفو پوړیو کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او کاري فرصتونه يې محدود یا په بشپړه توګه له منځه تللي دي. بې شمېره ځوانان وزګار شوي دي او له هېواده د وتلو لار يې نیولې ده. بلخوا هغوی له طالبانو خوابدي دي او ځان د دې ډلې ضد بولي. د دغو ټولو لاملونو شتون به ښايي له تروریستي ډلو سره د پيوستون لپاره د دغو کسانو ورتلل اسان کړي.
د څار او نیولو وېره
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره عمومي بښه اعلان کړه. هغوی له دولتي او پخوانیو نظامیانو وغوښتل چې هېواد پرېنږدي او عادي ژوند ته دوام ورکړي؛ خو عملاً ولیدل شول، چې طالبان دغه فرمان ته ژمن نه وو. په تېرو څلور میاشتو کې تر سلو زیات پخواني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. په همدې اوونۍ کې د ورته څو پېښو راپورونه په رسنیو کې خپاره شول. همدا اوس په کابل کې یو متقاعد جنرال نیول شوی. پر طالبانو د خلکو او پخوانیو نظامیانو جدي بې باوري او نارضایتي موجوده ده. دا نارضایتي له تروریستي ډلو سره د دغو کسانو د پيوستون شونتیا زیاتوي. داعش په عراق کې خپلو لیکو ته د افرادو د جذب دا ډول تجربه لري. د صدام حسین دولت تکړه افسران د څار له وېرې له داعش سره یوځای شول او ان د دې ډلې تر لوړو پوړیو يې ځان ورساوه.
ظاهري ورته والی
په ظاهري صورت د طالبانو او داعش جګړه مارو توپير نه شي کېدای. هغوی یو بل ته ورته ږیرې پرېږدي، وېښتان نه لنډوي، یوشان جامې اغوندي. له همدې کبله، داعش جګړه مار چې هر چېرې د خطر احساس وکړي، ځان د طالبانو سرتېري معرفي کوي. ډېری یې د طالبانو هویتي سرچینو ته لاسرسی هم لري او په دې برخه کې له کومې ستونزې سره مخامخ نه دي.
د مشرۍ په کچه دوه ډلې او په نظامي کرښو کې نارضایتي
تر دې دمه د طالبانو د مشرتابه د دوو بېلو ډلو مختلف راپورونه رسنیو ته راوتلي دي. یو ځل ان د شخړې په ترڅ کې د طالبانو د سرپرست حکومت د مرستیال ملا برادر د ټپي کېدو خبره هم شوې وه. هغه تر ځینو ګنګوسو وروسته د رسنیو له سترګو پټ و. د ملا برادر په مشرۍ د لوېدیځو طالبانو اړخ د طالبانو منځنۍ ډله حسابېږي؛ خو حقاني شبکه چې پشپړ نظامي او استخباراتي واک په لاس کې لري، ځینې توپيرونه لري.
بلخوا، طالب سرتېري له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ډېری یې له بې سرنوشتۍ او لوږې سره مخامخ دي. د طالبانو په نظامي کچو کې جدي خپلمنځي اختلاف شته، که پام ورته ونه شي، د داعش د پیاوړتیا سبب کېږي.
پایله
پخواني حکومت تر پرځېدو پورې له سقوط څخه انکار کاوه. د هغه حکومت چارواکو د ولسوالیو او ولایتونو له پرله پسې سقوط سره هم د طالبانو د ماتې وینا کوله او پر واقعیت يې سترګې پټولې. اوس طالبان هم داعش جدي خطر نه بولي. هغوی له واقعیته د انکار سیاست خپل کړی او د داعش د پټنځایونو د له منځه وړلو خبرې کوي. حال دا چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې داعش د افغانستان پر ختیځ سربېره، په بادغیس، سرپل، بغلان، بدخشان، کندوز او کابل کې هم خپل نفوذ پراخ کړی دی.
له بل پلوه، د داعش ځینې اوسني مشران او سراتیژیستان په افغانستان کې د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي پر ضد جنګېدلي دي. هغوی د دغې خاورې د اقتصادي او فرهنګي وضعیت په هکله کافي تجربه لري او د خپلو کرښو د پیاوړتیا لپاره به د خلکو له نارضایتۍ استفاده وکړای شي.
که طالبان د داعش د کرښو د پياوړتیا عوامل جدي ونه بولي، د کار روزګار زمینه برابره نه کړي، له غچ اخیستلو لاس وانخلي او تر ټولو مهمه دا چې د خلکو رايې ته په احترام د یوه ټولشموله حکومت جوړولو ته زړه ښه نه کړي، لرې به نه وي، چې د هوا په تودېدو به د داعش تر سختو بریدونو لاندې راشي.