۸صبح: په نیمروز ولایت کې معتبرې سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د ورځې کابو دوه زره کسان د قاچاق کوونکو له خوا د نیمروز له پولې ایران ته ورځي. په نیمروز کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مسوولین له دغې پولې د انسانانو د قاچاق په هکله کره شمېر نه وړاندې کوي، خو وايي چې د ورځې کابو دوه زره تنه له ایرانه راایستل کېږي او له دې پولې هېواد ته راستنېږي. هغه کسان چې نیت لري په قاچاقي توګه ایران ته ولاړ شي، وايي، له بې وزلۍ او وزګارۍ مجبور شوي د مرګ خطر په منلو سره له هېواده ووځي.
د فراه ولایت اوسېدونکی خدایداد له هغو کسانو څخه دی چې نیت لري په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دا خلک چې وینئ، د بې وزلۍ او لوږې له امله له هېواده بهر ته ځي، په هېواد کې کار نشته، پیسې نشته، دوی ځانونه قاچاقبرو ته سپاري، پر لاره غله او د مرګ خطر هم شته.»
هغه وګړي چې هڅه کوي د نیمروز له لارې ایران ته ولاړ شي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي. د کاپیسا ولایت اوسېدونکي نصر الله له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «غواړم ایران ته ولاړ شم، ځکه اقتصادي ستونزې لرم، په وطن کې مو یوه نمړۍ ډوډۍ نه شم پيدا کولای، څوک راسره مرسته نه کوي او ګاوندی مو چې نن ډوډۍ لري سبا یې نه لري. نو له ددې لپاره چې خپله کورنۍ له لوږۍ وژغورو، ایران ته ځو ترڅو د ډوډۍ پیسې ورته راولېږو، په دې لاره کې زیات خطرونه شته، ۹۰ سلنه د مرګ خطر دی او یوازې لس سلنه د ژوندي پاتې کېدو امکان شته.»
له بلې خوا، یو شمېر دا کسان وايي، سره له دې چې پوهېږي پر قاچاقي لاره له ډېرو خطرونو سره مخ کېږي، خو له مجبورۍ او کار پيدا کولو لپاره ایران ته ځي. د بامیان ولایت اوسېدونکی عبدالرحمان وايي: «درې میاشتې مخکې ایران ته ولاړم، خو رد مرز شوم. کورنۍ مې هلته په ایران کې ده، راغلی یم چې بېرته ایران ته ولاړ شم. څه وکړم په هېواد کې مو کار نشته، اقتصاد مو کمزوری دی، که څه هم پر لاره ستونزې ډېرې دي، خو اړ یو چې ولاړ شو کار وکړو او له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړو.»
هغه کسان چې ایران ته د تلو تکل لري، یوه موخه تعقیبوي؛ د کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کول. جواد د تخار ولایت اوسېدونکی دی. هغه وايي چې ټول د بې وزلۍ او وزګارۍ له امله پر قاچاقي لارو ځي. جواد زیاتوي: «زموږ ښه وطن دی، خو کاروبار نشته، راغلی یم چې ایران ته ولاړ شم، هلته ژوند وکړم، موږ ځانونه قاچاقبر ته سپارو، راتلونکی ناڅرګند دی چې رسېږو یا پلورل کېږو.»
له بلې خوا، په نیمروز کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مسوولین وايي، هڅه کوي له ایرانیو چارواکو سره د افغان کډوالو په رابطه خبرې اترې وکړي. په نیمروز کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې سرپرست صدیق الله نصرت، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «هڅه کوو، له هغو کډوالو سره چې بېرته راایستل کېږي، مرسته وکړو او ورته ووایو چې له هېواده ونه وځي ځکه نورو هېوادونو ته تلل بېرته راستنېدل لري. د ورځې له دوه تر درې زره تنه له ایرانه راایستل کېږي او له کډوالو سره ناسم چلند کېږي. موږ هڅه کوو له ایرانیو چارواکو سره د افغان کډوالو د بد وضعیت په هکله خبرې وکړو ترڅو د هغوی له وهلو ټکولو ډډه وکړي.»
په افغانستان کې بې وزلي او وزګاري بهرنیو هېوادونو ته د خلکو د تېښتې اصلي لاملونه بلل کېږي. که څه هم کره شمېره نشته چې د ورځې څومره کسان له هېواده وځي، خو د طالبانو د چارسبمالي حکومت په رامنځته کېدو سره، د ورځې سلګونه کورنۍ په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران ته ځي.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم په یوه رپوټ کې ادعا کړې وه چې ایران د افغانستان د ټولو وګړو کابو لس سلنه کسانو کوربه دی. له بلې خوا، د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوند زاده په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړی او طالب چارواکو ته یې حکم کړی، د هغو هېوادوالو چې له هېواده د وتلو نیت لري ستونزې یې حل او بهرنیو هېوادونو ته یې د تېښتې مخنیوی وکړي.