له هغې وروسته چې په کانګو جمهوریت کې یوه کښتۍ په سیند کې ډوبه شوه، ګمان کېږی چې ۱۴۵ سپاره کسان یې مړه شوي دي.
ډیلي میل جمعه د جنورۍ په شلمه رپوټ ورکړی چې سه شنبې د جنورۍ په ۱۷مه د سه شنبې په ورځ، یوې ماشین لرونکې کښتۍ د کانګو جمهوریت باسانکوسوی ښار ته نږدې لولونګا سیند کې ډوب شوې ده.
د کانګو د چارواکو په وینا، له دغې غمیزې کابو ۵۵ تنه روغ وتلي او د کابو ۱۵۰ تنو نورو برخلیک مالوم نه دی او ښایي چې مړه شوي وي.
په کښتۍ کې له حده زیات بار د هغې د ډوبېدو لامل شوی دی.
د امکاناتو د نشتوالي له امله د ژغورنې عملیات پڅ روان دي.
دا په داسې حال کې دي چې د تېرې میاشتې په اکتوبر میاشت کې د اکواتور ښار په سیند کې څه د پاسه ۴۰ تنه له دې په دې ته ورته پېښه کې مړه شول.