۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایی سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
سرچینې وایي، چې دا پېښه یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷ مه، د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې دغې نجلۍ یو کال وړاندې واده کړی و، خو تر اوسه یې اولاد نه درلود.
سرچينو د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتريخوالى بللى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د بادغيس د قادس ولسوالۍ په «حاجي محمد علي خان» کلي کې يوې اته کلنې نجلۍ په خپل پړوني ځان زندۍ کړ.