۸صبح، کابل: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مرستیال تیموتي بروچیت پر طالبانو د بهرنیو مالي مرستو بندښت د لایحې تصویبېدو خبر ورکړی دی.
د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې وېبپاڼې چهارشنبه د چنګاښ پر ۶مه د تيموتي په حواله خبر ورکړی چې د امريکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندښت طرحه د دغې جرګې له خوا تصويب شوې ده.
تیموتي بروچیت چې د امریکا کانګرېس ته د دې لایحې وړاندېکونکی و، ټینګار کړی چې د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید «ترهګرو» ته ورنه کړل شي.
تېره ورځ نوموړي امریکايي چارواکي له دغه هېواده د بهرنیو مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي بندښت لپاره د لایحې تصویبېدو د اټکل خبر ورکړی و.
هغه له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي و: «کومې پیسې چې طالبانو ته رسېږي، ډېر ناسم کار دی. موږ ۳۵ ټریلیونه ډالره پوروړي یو او د خپلو دښمنانو تمویل ته اړتیا نه لرو.»
د يادونې ده چې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته، امريکا د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان سره له ۲.۸ ميليارډه ډالرو ډېرې بشرپالې او پراختيايي مرستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) راپور ورکړی و چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرستې پليکوونکو شریکانو د طالبانو رژیم ته لږ تر لږه ۱۰.۹ ملیونه ډالره د مالیې او د اوبو او برېښنا پیسو په نوم ورکړي دي.





