۸صبح، بلخ: په مزارشریف کې ځایي سرچینې په دغه ښار کې د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکوي.
سرچينې د یکشنبې ورځ د لړم میاشتې په ١٣مه، ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دغه نجلۍ هما نومېده او د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته يې ځان په دار وځړاوه.
هما یوه له هغو نجونو څخه وه چې د طالبانو د بندیزونو پر ضد یې لاریون کړی و، د یکشنبې ورځ د لړم میاشتې په ۷مه د مزارشریف ښار په ۷مه ناحیه کې د طالبانو استخباراتو د ریاست له لوري په یوې پوسته کې د تالاشۍ پر مهال نیول شوې وه او درې ورځې د دې ډلې په زندان کې وه.
ویل کېږي چې دغه نجلۍ د ښځو د هغه غورځنګ غړې وه چې د طالبانو له لوري پر ښځو د بندیزونو پر ضد یې لاریون کاوه.
خو په بلخ کې د ښځو اعتراضي غورځنګ تر اوسه ۸صبح ورځپاڼې ته د دغې نجلۍ غړیتوب نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې هما ۲۶ کاله عمر درلود او د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې محصله وه.
سرچینه زیاتوي، هما د طالبانو د استخباراتو د څانګې له خوا شکنجه شوې وه چې اغېزې یې پر بدن لیدل شوې وې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې ځوانې نجلۍ د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د خپلې کوټې له چت څخه ځان ځړولى او خپل ژوند يې پاى ته رسولی دی.
د هما مړی تېره ورځ (شنبه، د لړم ۱۳مه) له جنازې وروسته خاورو ته وسپارل شو.
په بلخ کې طالب ډلې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له دوو کلونو څخه په زیات وخت کې څو ځلې لاریون کوونکې ښځې شکنجه او بندیانې کړي او په ځینو پېښو کې د دې ډلې په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري راپورونه هم ورکړل شوي دي.