۸صبح، پکتیا: په پکتيا کې د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په دغه ولايت کې د غر ښويېدو پېښه کې د يوې کورنۍ د اووه غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پکتيا ولايت د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په خبرپاڼه کې چې دوشنبه د چنګاښ پر ۴مه خپره شوې، راغلي چې دا پېښه پرون ماښام د دغه ولایت د څمکنيو ولسوالۍ په «جګارګو» سيمه کې رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغې پېښې په قربانيانو کې پنځه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي چې ټول تر خاورو او لوټو لاندې شوي دي.
افغانستان چې یو غرنی هېواد دی وخت ناوخته یې غر ښویېدنې د اوسېدونکو ژوند اخلي.