۸صبح، پکتیا: په پکتيا، هرات او کندهار ولايتونو کې د طبيعي پېښو له کبله اووه کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د پکتيا ولايت د طالبانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست د يوې خبرپاڼې په خپرېدو سره ويلي چې د دغه ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د غر ښويېدنې له کبله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
دا پېښه دوشنبه د وري پر ۲۷مه د خوسا چینګي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې په قربانیانو کې درې ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی شامل دي.
بل خوا په هرات کې سرچينې وايي چې نن سهار د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو په پایله کې يو ځوان مړ شوى دى.
په کندهار کې سرچینو هم ویلي چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې سېلاب د یو ماشوم ژوند اخیستی دی.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.