۸صبح، کابل: د بشري حقونو یو شمېر افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو له تېرو دوو ورځو راهیسې د جرمني په کولن ښار کې د طالبانو له لوري د هېواد ښځو پر وړاندې د تبعیض او د هېوادوالو د نیولو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.
تمنا زریاب پیراني چې د شنبې په شپه د وږي په ۱۱مه له دغو لاریون کوونکو څخه ده، د اېکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دوی د لوږې دویمه شپه تیروي.
پیریاني لیکي: «د افغانستان د زړه په تیارو کې د نیمې شپې یوازینۍ روښانه خیمه هېره شوې ده.»
د ښځو د حقونو دغو فعالانو په یوه غږ ویلي چې له دوو کلونو راهیسې د افغانستان خلک له شکنجو، کړاونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي او ښځې د جنسیت له امله له خپلو بشري حقونو بې برخې دي.
دغه اعتصاب د جمعې په ورځ د وږي په ۱۰مه پیل شو او تر ۱۲ ورځو به دوام وکړي.
د طالبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېر شوي چې په دې موده کې دې ډلې لږ تر لږه ۵۰ فرمانونه او اوامر صادر کړي چې د ښځو اساسي حقونه محدودوي.
دې ډلې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په دولتي او غیردولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار کولو منعه کړې.
طالبانو له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ، تفریحي پارکونو، عامه حمامونو او سپورتي کلبونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او د ښځو د ویښتانو سالونونه یې هم تړلي دي.
نړۍوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي که دوی غواړي نړۍوال مشروعیت ولري.
خو طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو “شرعي حقونه” خوندي دي او د طرزالعملونو له جوړېدو وروسته به د نجونو او ښځو د زده کړې لګول شوی حکم لرې شي.