د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د نړیوالو استخباراتي سازمانونو شاوخوا ۲۲ چارواکو، په سینګاپور کې یوه پټه غونډه کړې ده.
رویټرز نن یکشنبه (د جون په ۴مه) د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د نړۍ د سترو استخباراتي سازمانونو چارواکو په سینګاپور کې د «شانګري – لا ډیالوګ» امنیتي غونډې په څنډه کې، سره وکتل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د سنګاپور د حکومت له خوا پلان شوې وه او له څو کلونو راهيسې په يوه بل ځاى کې، په احتياط سره ترسره کېږي.
یوې هندي سرچینې ویلي دي چې په دې غونډه کې د هند د بهرنیو معلوماتو د راټولولو سازمان مشر (سمانت ګویل) هم حضور درلود.
خو دا نه ده څرګنده چې په دې پټه غونډه کې د خبرو اصلي تمرکز په څه دی.
یو له دغو باخبرو سرچینو څخه د استخباراتي سازمانونو غونډه، د نړۍ د وضعیت په اړه، چې د نړیوالې ټولنې د اجنډا موضوع ده، د ژور پوهاوي جوړولو لپاره یوه لاره ګڼي.
په ورته وخت کې، د سنګاپور د دفاع وزارت ویاند یادونه وکړه: «چې د دفاع وزارت ممکن په دې دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې ځینې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه چې ګډونوالو د ناستو په څنډو کې دا ډول غونډې ګټورې وبللې.»
بل خوا په سینګاپور کې د امریکا سفارت د دې غونډې په اړه بېخبري ښودلې او د چین او هند حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې امریکا، بریتانیه، کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ، د معلوماتو د راټولولو او شریکولو لپاره، د «پنځه سترګو» په نوم یوه شبکه فعالیت کوي او د دغو هېوادونو استخباراتي چارواکي په منظمه توګه سره ملاقاتونه کوي او ښايي د سینګاپور په غونډه کې یې هم ګډون کړی وي.