۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې افغانستان کې د شري واکسین لړۍ پیل شوې ده.
دغه سازمان دوشنبه د کب پر ۲۳ یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بهیر په ۲۴ ولایتونو کې پیل شوی دی.
د واکسین په دې لړۍ کې به له شپږ میاشتني تر ۵۹ میاشتني پورې ۱٫۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د نوموړي سازمان په خبره، دمګړۍ د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې ۹ زره او ۲۰۰ روغتیايي رضاکاران د یوې اوونۍ لپاره چمتو شوي دي.
له دغه واکسین څخه به د بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کاپیسا، خوست، کندوز، لغمان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیا او پکتیکا په ۴۹ ولسوالیو کې ماشومان برخمن شي.
دغه راز په پروان، سرپل، تخار، اروزګان، میدان وردګ او زابل کې به ماشومانو ته د پولیو واکسین تر څنګ د شري ناروغۍ واکسین هم ورکړل شي.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر لو داپنګ ویلي: «د شري د مخنیوي دا کمپاین به د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي، تر څو د کوچنیانو ژوند وژغوري او په روغتیایی سیسټم فشار کم کړي.»
نوموړي له کورنیو غوښتي، چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د یادونې وړ ده، چې د روان میلادي کال په ترڅ کې په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاته شوې ده.