۸صبح، بلخ: د بلخ ولایت سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا د یو ماشوم د تښتونې خبر ورکوي.
سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ماشوم یکشنبه د غبرګولي پر ۶مه د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې له «کارته شفاخانه» سيمې څخه تښتول شوى دى.
د سرچينې په خبره، دا ماشوم د مزارشريف ښار د يو سواګر حاجي حميدالله زوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې جې طالبان تل په ټول هېواد کې د امنیت د ټينګښت ادعا کوي؛ خو په بلخ کې انسانتښتونه له ډېرې مودې راپدېخوا یوه جدي امنیتي ننګونه ده.
تېره اوونۍ هم په بلخ کې یو ماشوم تښول شوی و.