۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان ځان وژلی دی.
سرچینو دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ځوان سمیعالله نومېده او بیګاه ناوخته د بدخشان مرکز فیضاباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې یې د «موږک ضد درمل» خوړلي.
سرچینو د دغې ځان وژنې لامل کورنۍ ستونزه یاده کړې او وايي چې ۲۱ کلن سمیعالله په ایران کې د یو پوهنتون محصل و.
په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
د یادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د بدخشان شغنان ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د فاریاب پوهنتون محصل و، په کابل کې یې ځان وژلی و.
د دغې ځانوژنې لامل هم کورنۍ ستونزه ښودل شوې وه.