۸صبح، بغلان: په بغلان کې طالب سیمهییز مسوولان وايي چې د «مرکزي بغلان» ولسوالۍ امنیه قوماندان او د دغې ډلې درې نورو جنګیاليو په یوې ترافیکي پېښه کې ژوند بایللی دی.
په بغلان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند شېراحمد برهاني ویلي چې دا پېښه شنبه د غبرګولي پر ۲۶مه هغه مهال رامنځته شوې چې د «مرکزي بغلان» ولسوالۍ امنیه قومندان اخترمحمد بریالی له خپلو درېیو ساتونکو سره یو ځای له کوره د دندې پر لور روان و.
د برهاني په خبره د نوموړي طالب قوماندان موټر د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند « غلامصدیق پلچک» سیمه کې له سړکه وتی او چپه شوی دی.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښو تل د طالبانو ژوند اخیستی دی.
له دې مخکې هم په تخار کې د طالبانو دوه لوړپوړي قوماندانان د بې احتیاطۍ له کبله مړه شوي وو.
د ترافیکو او موټرچلونې له قوانینو سره د طالبانو نه بلدتیا د دا ډول پېښو لامل بلل کېږي.