د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهاند ډاکټر احمد شاه زغم نن له ورپېښې ناروغۍ ومړ.
هغه ته نیږدې سرچینو ویلي، چې پوهاند زغم په سختې ناروغۍ اخته و، خو د درملنې لپاره بهرني هېواد ته ځکه نه شو تللی، چې پاسپورټ یې نه درلود.
د کابل پوهنتون مخکیني او جلا وطنه استاد محبوب شاه محبوب په وینا: «پوهاند ډاکتر زغم سوال وکړ، عذر یې وکړ چې پاسپورټ راکړئ! ناروغ یم، مګر د وطن یوه پوهاند او پي ایچ ډي ډاکتر ته هیچا پاسپورټ ورنه کړ بلکې د پاسپورټ په بدل یې ترې ډالر غوښتل چې ده نه لرلې.»
پوهاند ډاکټر زغم په ۱۳۳۵ لمریز کال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زیږیدلی و او په کابل پوهنتون کې د لسګونه کاله تدریس ترڅنګ د ګڼو څېړنیزو اثارو څښتن و.
یو شمېر فرهنګي څېرو د نوموړي مړینه د هېواد فرهنګ ته ضایع ګڼلې او د درملنې لپاره یې د حاکم رژیم د نه پاملرنې له امله نیوکې کړي دي.
د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.