۸صبح، بغلان: بغلان کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یوه عمرخوړلې مېرمن په چاړو وژل شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا پېښه دوشنبه د غبرګولي پر ۱۶ د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار کې شوې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا مېرمن ۶۵ کلنه وه.
سرچینې وايي، چې د دغې مېرمنې د وژنې لامل روښانه نه دی؛ خو ښايي نوموړې د ګاڼو او نقدو پیسو د درلودلو له کبله وژل شوې وي.
بغلان کې ځايي طالب مسوولانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.