د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د پراختیايي شوراګانو د لغوه کولو امر کړی دی. د دغې پرېکړې له مخې، د نړیوال بانک په ګډون د ټولو نړیوالو بنسټونو پرمختیايي پروګرامونه چې له دې لارې پلي کېدل، هم منحل شوې دي. په نړیوالو موسسو کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دمګړۍ نړیوال بانک له موسسو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې چې له دې لارې پلې شي او په وینا یې، طالبانو له دغو هوکړه لیکونو وروسته داسې پرېکړه کړې ده. بل پلو، د طالبانو د مشر شفاهي حکم له مخې، ټولې کورنۍ او بهرنۍ موسسې د خپلو پروژو پلي کولو لپاره اړې دي چې د دغې ډلې د علماوو شورا تاییدي واخلي. د طالبانو دغو تازه کړنو بیا په بشري مرستو کې د لاسوهنې اندېښنې ډېرې کړې دي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په شفاهي ډول د ټولو هغو سیمهییزو پراختیايي شوراګانو د لغوه کولو امر کړی چې په سیمو کې یې د زیربنايي پروژو په پلي کولو کې خلکو ته د کار او ونډې لار هواره کړې وه.
په هغه لیک کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت اقتصاد وزارت ته استولی، راغلي چې د سیمهییزو پراختیايي شوراګانو د لغوه کولو امر د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا شوی دی.
له دغه لیک سره یوه کړنلاره هم اقتصاد وزارت ته لېږل شوې چې پکې راغلي، د هبتالله په امر په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې ټولې پراختیايي شوراګانې منحل شوې دي. د طالبانو د دغه امر له مخې، ټولې کورنۍ او بهرنۍ موسسې اړې دي چې خپلې ټولې بشپړې او نابشپړې پروژې تصفیه کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په لیک کې راغلي: «د کلیو او پراختیا وزارت[د طالبانو تر کنټرول لاندې] د وړاندیز او د [طالبانو] رییس الوزرا عالي مقام منظورۍ له مخې د کورنیو او بهرنیو موسساتو او انجوګانو د فعالیت انسجام او چارو د سمون طرزالعمل څلورمې مادې په اوومه فقره کې اضافه شوې ده.»
اخوا، په یوې نړیوالې موسسې کې ځينې سرچینې چې د میلیونونو ډالرو په ارزښت یې د سیمهییزو پراختیايي شوراګانو له خوا پروژې پلې کړې دي، هم د دغه امر پخلی کړی دی.
سرچینې زیاتوي: «د طالبانو اقتصاد وزارت هم منلې چې دا لیک سم دی او دا لیک د اکبر موسسې له خوا نورو بنسټونو ته لېږل شوی، موږ هم دا لیک ترلاسه کړی او دا اندېښمنوونکی دی. شوراګانو چې په تېرو ۲۰ کالو کې یې پوهه ترلاسه کړې وه او د پروژو پلي کولو کې یې د خلکو ونډه کاروله، لغوه شوې دي.»
په یوې نړیوالې موسسې کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د کلیو په کچه سیمهییزې شوراګانې د پراختیايي چارو او د حکومت په نشتون کې داسې پلټفارم و چې د نړیوال بانک او نادولتي بنسټونو پروګرامونو پلي کولو ته یې لار هواروله.»
دا سرچینه زیاتوي: «دمګړۍ د نړیوال بانک له لارې میلیونونه ډالر افغانستان ته د راتګ لپاره تیار دي چې له موسسو سره هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي، خو یو ځل داسې پرېکړه کېږي. موږ حیران یو چې څه وکړو، که پر دې پرېکړه ټينګار وشي، ښايي میلیونونه ډالر په اوبو لاهو شي.»
سرچینه ټينګار کوي، په هغې موسسې چې کار کوي په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې د سیمهییزو شوراګانو له لارې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې پلې کړې دي. د سرچینې په وینا، د قانوني او مشروع دولت په نشتوالي کې د مشروعیت یوازینۍ مرجع افغانان دي چې د سیمو په ودانولو او پراختیايي لومړیتوبونو ځانګړي کولو کې ونډه لري.
د طالبانو مشر د پراختیايي شوراګانو پر لغوه کولو سربېره، امر کړی چې موسسې دې خپلې پروژې د علماوو شورا له تاییدۍ وروسته پلې کوي. د سرچینو د څرګندونو په حواله، طالبان په پام کې لري چې د سیمهییزو شوراګانو ځای د علماوو شورا ونیسي؛ څو په وینا یې، دا ډله د موسسو په ټولو پروګرامونو کې ښکېله وي او ونډه واخلي.
یوه سرچینه وايي: «طالبان تر دې فاسد او غله دي چې موسسې د خپلو ټولو پروګرامونو پلي کولو لپاره اړ باسي چې برخه ورکړي. ټول طالب چارواکي د پیسو ټولولو او پروژو په لټه دي. دا چاره به یې مرستو ته د لاسوهنې کچه لاډېره کړي.»
په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو ځينې سرچینې وايي چې سیمهییزې شوراګانې په ټولو پروژو کې بنسټيز رول لري. د سرچینو په خبره، سیمهییزو شوراګانو د کلیو په کچه د شخړو په هواري، د پراختیايي چارو د پلي کولو څرنګوالي او حکومتولۍ کې ارزښتمن او اغېزناک رول لوبولی دی.
دا سرچینې زیاتوي چې د نړیوالې ټولنې مرستې د پراختیايي شوراګانو له خوا په شفافه او ښه توګه لګول کېږي او خلک د پروژو له لګښت، تطبیق او وخت څخه خبر دي او د مرستو د ورکېدو مخه نیسي. د سرچینو په وینا، د سیمهییزو شوراګانو جوړښت ټولګډونی او انتخابي دی او دغه راز د بنسټونو په لګښتونو کې د هر ډول لاسوهنې مخنیوی کوي.
په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې ځینې سرچینې وايي چې طالبانو له دې وړاندې د مرستندویه بنسټونو له اسانتیاوو کمه ګټه پورته کوله؛ ځکه په وینا یې، مرستې مخامخ د سیمهییزو شوراګانو په همکارۍ د بنسټونو له لارې لګول کېدې چې دې چارې د طالبانو د لاسوهنې کچه کمه کړې وه.
د سرچینو د څرګندونو پر بنسټ، طالبانو د سیمهییزو شوراګانو په لمنځه وړلو غواړي چې په وینا یې، د نړیوالو بنسټونو بشري مرستو او پراختیايي چارو کې مستقیمې لاسوهنې ته لار هواره کړي. د سرچینو په خبره، د سیمهییزو شوراګانو په شتون کې د نړیوالو بنسټونو پراختیايي پروژو په پلي کولو کې د طالبانو ونډه کمه وه او اوس ښايي فساد او ناوړه ګټه اخیستنه هم زور واخلي.
په افغانستان کې د مرستندویه نړیوالو موسسو له منځه سرچینې وايي چې د طالبانو له دې ګام سره به ښايي بسپنه ورکوونکي هېوادونه خپلې چارې وځنډوي یا یې په بشپړ ډول ودروي. د سرچینو په خبره، بسپنه ورکوونکي هېوادونو د خپلو خلکو له فشار سره مخ دي او په وینا یې، کله چې مرستې مخامخ د طالبانو لاس ته ولوېږي او تطبیق شي، ښايي خپلې مرستې بندې کړي.
له دې وړاندې نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان له ناوړه وضعیت سره د مبارزې یا پایښت وجهي صندوق یا (ARTF) په چوکاټ کې یې په ښاري او کلیوالو سیمو کې د چوپړونو وړاندې کولو او ژوندانه څخه د ملاتړ، د ښځو په ګډون د ټولو زیانمنو لپاره د مرستو او ټولنیزو بنسټونو د پیاوړتیا او پراخو چوپړونو وړاندې لپاره یې له افغانستان سره ۲۶۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
دغه راز، سرچینې مني چې تراوسه دا لګښتونه پلي شوي او د دغو مرستو بله څپه وروستۍ خو لا اعلان شوې نه ده او د ایمیل له لارې خبر ورکړل شوی چې د «ښه زېري» په تمه اوسي. د سرچینو په وینا، طالبان غواړي له دې مرستو مخامخه ګټه واخلي او پکې ښکېل شي.
طالبانو داسې مهال د بشري مرستو بشپړ کنټرول او مدیریت لپاره ګام پورته کړی چې تازه د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل راپور کې ویلي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د امریکا متحدهایالاتو اجراییوي شریکانو طالبانو ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او نورو له لارې لږ تر لږه ۱۰،۹ میلیونه ډالر ورکړي او په وینا یې، دا ډله د امریکا له مرستو ګټه اخلي.