۸صبح، کابل: پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې له پاکستانه ۵۹ زره او ۵۶۱ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان راډیو د یکشنبې ورځ، د تلې میاشتې په ۳۰مه راپور ورکړی چې دا کسان وروسته له هغې افغانستان ته ستانه شول چې د پاکستان حکومت غیرقانوني کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو یوه میاشت موده ټاکلې وه.
په دې راپور کې راغلي: «دا به په سیمه کې مثبت اغېز ولري.»
د پاکستان راډیو د راپور له مخې د افغان کډوالو چارو کمیسیون د خپلو وګړو د ستنېدو لپاره مناسب انتظامات کړي دي.
د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو ته چې اټکل کېږي ۱.۷ دي د روان کال تر نومبر میاشتې پورې له دغه هېواده د وتلو امر کړی دی.
په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، د کډوالو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي فیلیپه ګونزالس مورالس او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د دغه سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریم السالم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان ته د افغانانو اجباري ستنېدل به دوی د نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړي.
طالبانو هم د پاکستان دا پرېکړه د نه منلو وړ بللې او له دغه هېواد یې غوښتي چې په خپلې پرېکړې دې له سره غور وکړي.
خو پاکستان ټینګار کړی چې دا پریکړه نه بدلېدونکي ده.