۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په جرمني کې د مېشتو افغان مدني فعالانو په غونډه کې د خپل ګډون خبر ور کړی.
بینیټ د وږي په ۵مه، د اېکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دې غونډې موضوع د افغانستان په اړه د مدني ټولنې د غړو لومړیتوبونه او نړۍوال سیاست و.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي لیکلي: “ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان ستونزو حل او روان وضعیت ته رسیدګي یو نړۍوال مسوولیت دی.”
له دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې الینا بربوک او ریچارډ بينېټ د افغانستان پر روان وضعیت او د دغه هېواد له خلکو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په شپه د وږي په ۲مه، د اېکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې بربوک په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د افغانانو له بشري حقونو څخه به دفاع کوي او په وینا یې له هغوی سره د دوی ملاتړ او پیوستون نه ماتېدونکی دی.
په همدې حال کې د هېواد یو شمېر مدني فعالانو په ځانګړې توګه د ښځو مظاهره کوونکو په ځلونو نړۍواله ټولنه د افغانستان په وضعیت کې په بې غورۍ تورنه کړې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې له بشري حقونو څخه په پراخه سرغړونې سره سره دې ټولنې تل د طالبانو پر وړاندې یوازې په اعلامیو کې نیوکې کړې دي.