افغانستان او پاکستان په سویلي اسیا کې د ترهګریزو پېښو تر ټولو لوړه کچه لري

۸صبح، کابل: د اسټرالیا د اقتصاد او سولې موسسې (آی اې پي) د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د نړیوال تروریزم په شاخص کې ویلی دي، چې افغانستان او پاکستان په سویلي اسیا کې، تر ټولو زیاتې ترهګریزې پېښې لري.
د دغې موسسې د ترهګرۍ د نړیوال شاخص لنډیز، د (همالین خبري اژانس) د چهارشنبې ورځې ناوخته،(د وري په ۳۰مه) خپور کړی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او طالبانو او د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.
د اسټرالیا د اقتصاد او سولې موسسې، د نړیوال تروریزم شاخص، دغه راز ویلي دي، چې نیپال په ۴.۱۳ امتیازونو سره په ۳۶ لیکه کې دی او دا هیواد به په ۲۰۲۳ زېږدیزکال کې د ترهګرۍ په بیا سر راپورته کولو سره، منځنی زیان تجربه کړي.
افغانستان په داسې حال کې، چې له څه باندې ۲۱ میاشتو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دی، تر ټولو زیاتې ترهګریزې پېښې لري.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې ملګري ملتونه تر راروانو دوو اونیو په قطر کې، د هېوادونو د استازو په حضور کې، د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر لارو چارو خبرې کوي.