افغانستان په اوسني وخت او راتلونکی کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی. هغه بالقوه خطرونه چې د مخنیوي وړ دي، خو د یوه مشروع او اغېزناک دولت په نشتوالي کې د هېوادوالو لپاره ډېر ژر پر واقعي ګواښونو بدلېدلای شي. دغه راز بالفعل خطرونه هم د افغانستان راتلونکي ته په کمین کې دي. خو د دغو ګواښونو په منځ کې کوم یو تر ټولو ستر دی او ولې؟
یو له دغو خطرونو اقلیمي بدلونونه دي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بې وخته بارانونو او سیلابونو شاهدان یو. بارانونه چې پخوا د رحمت سرچینه وه، اوس د ناورین سرچینه ګرځېدلې او د کروندګرو د څو فصلونو خوارۍ یې د سترګو په رپ کې لمنځه وړي او په ځینو مواردو کې یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. په هغو هېوادونو کې چې کارنده حکومتونه لري، د طبيعي پېښو زيانونه په تر ټولو ټيټه کچه کې دي، خو په افغانستان کې هم خلک او هم یې واکمنه ډله هغه په برخلیک، قسمت او طبعیت پورې تړي او په پايله کې يې نه واکمنه ډله له طبیعي پېښې سره د مبارزې هڅه کوي او نه هم خلک په دغه راز مواردو کې په اصطلاح د دولت د ځواب ورکړې په تړاو لازم پوهاوی لري. په پایله کې دا خطر هم اوس او هم په راتلونکې کې د افغانستان لپاره شته.
بل خطر په هیواد کې د نفوس خورا زیاتېدل دي. په کوم هېواد کې چې د نفوسو او د هغو د کنټرول په تړاو معیاري شمېرې نه وي، د نفوسو زیاتوالی او د پولیو، شري او نورو وژونکو ناروغیو خپرېدل د دې پر ځای چې د هېواد راتلونکي ته فرصت برابر کړي، د راتلونکي نسل لپاره ګواښ دی. د سم ښوونیز نظام نشتوالی، زده کړو ته د ډېری سیمو نه لاسرسی او له ښوونځيو او پوهنتونو د نجونو محرومیت له یوخوا او په کلیو او ښارونو کې د زیږون د کچې لوړوالی له بلي خوا د دې ترڅنګ چې د کورنیو د بې وزله کېدو لامل کیږي، د بنسټ پالنې ودې او د افراطي ډلو جلب او جذب ته زمینه برابروي. په نورو هېوادونو کې ماشومانو ته د ملتونو د راتلونکي پانګې په سترګه ګوري، خو په افغانستان کې دغه پانګه يا په فلج کوونکو او وژونکو ناروغيو اخته کېږي، يا د بنسټپالو ډلو په لومه کې لوېږي، يا په جومات او مدرسه کې پرې جنسي تېری کېږي او يا هم په طبيعي پېښو او یا د ماین او لاسي بم په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. که له دغو غمیزو خوندي پاتې شي او ځوانۍ ته ورسیږي، یا له ګاونډیو هیوادونو سره پر پوله د سرحدي ځواکونو لخوا ویشتل کیږي، یا د اروپا وچې ته پر لاره د نهنګانو ښکار کیږي، یا په تر ټولو غوره حالت کې د یوه ناهیلي او له تحصیله د محروم ځوان په توګه لویږي او درنو کارونو ته غاړه اېږدي. په دې لړ کې یوازې محدود شمېر هغه بریالي کیږي چې د ناخوالو او کړاونو په منځ کې سر راپورته کړي او ځان یوه ځای ته ورسوي.
د څاګانو ناقانونه کېندل او د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو تشېدل هم هغه مسأله ده چې په تړاو یې کمې خبرې کېږي، خو د هېواد د راتلونکي لپاره خطر بلل کېدای شي.
دا او څو نور ښکاره او پټ خطرونه د افغانستان راتلونکي ته په کمین کې دي، که چیرې هیواد په عادي حالت کې وي، نو له دغو خطرونو یو هغه کافي دی چې دولت یې پر وړواندې کوټلي ګامونه پورته کړي او خلک هم دولت ځواب ویلو ته اړ کړي. خو په افغانستان کې موږ په عادي شرایطو کې ژوند نه کوو او دا خطرونه لږ جدي بلل کیږي او په عین حال کې واکمنه ډله پخپله د هېواد راتلونکي ته تر ټولو ستر ګواښ دی.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، ګڼ خطرونه شته، خو د طالبانو ډله تر ټولو لوی خطر دی. اوس راځو دې خبرې ته چې ولې د افغانستان د خطرونو په منځ کې د طالبانو ډله تر ټولو خطرناکه او ناورین زېږوونکې ده. د د دې لیکنې د لیکوال په اند د ټولو هغو ستونزو په منځ کې چې افغانستان ورسره مخ دی، د لاندې دلایلو له مخې، د طالبانو ډله د دغه هېواد د راتلونکي لپاره تر ټولو خطرناکه ده:
- د جهادي مدرسو پراختیا
جهادي مدرسې د ښوونځي او ننني علم دښمنې دي. په جهادي مدرسو کې د زده کوونکو پر مغز مينځلو تمرکز کېږي. نصاب یې هم له خورا افراطي او بنسټپالو دیني کتابونو را اخیستل شوی دی. هغه کتابونه چې کثرت پالنه پکې هېڅ ځای نه لري. د دښمن په توګه د مدرسې له کړۍ د بهر خلکو معرفي کول، د دښمن د له منځه وړلو هڅه او د فرض عین په توګه د جګړې او جهاد معرفي کول هغه موارد دي چې په دغو کتابونو کې په سیتماتیک ډول ځای پرځای شوي او زده کوونکو ته تدرېسېږي. طالبانو پر هېواد د واکمنېدو له لومړیو ورځو راهیسې د مدرسو پراخولو ته جدي پاملرنه کړې ده، ځکه دا ډله پوهيږي چې پایښت یې د طالباني مفکورې په پراختیا او د مدرسه يي افکارو په دودېدو کې نغښتې دی. ان طالب چارواکي هڅه کوي چې ځینې مشخصې مدرسې په واک کې ولري، ځکه دغه ښوونځي د دغې ډلې د چارواکو لپاره د پوځي کمپونو حيثيت لري. طالبان مدرسې ته د پوځي روزنځای په سترګه ګوري او د مدرسې زده کوونکو د خپلو ساتونکو ځواکونو په توګه ګوري. د مدرسو پراختیا او د ښوونځي ضدیت د طالبانو په منځ کې یوه ښکاره چاره ده.
پر دې سربېره چې د طالبانو لخوا د مدرسو جوړول او دودېدل د دغې ډلې له پایښت سره مرسته کوي، له ښوونځي سره يې تقابل او د ښوونځي تر اغېز لاندې راوستل د راتلونکي نسل لپاره ګواښ دی. څه موده وروسته به شاهدان واوسو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یوه جهادي مدرسه بدل شوی او فضا یې په بشپړه توګه طالباني شوې ده.
لکه څنګه چې دا مدرسې د طالبانو لپاره د نظامي روزنځایونو حیثیت لري، د نورو ترهګرو ډلو لپاره هم همداسې ده. ځکه نورې ډلې کولای شي په اسانۍ سره له دغو مدرسو جلب او جذب ترسره کړي او د دغو مدرسو له زده کوونکو د خپلو جګړو د سونګ توکو په توګه کار واخلي.
دا مدرسې پخپله په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ پرته لوی خطر دی، خو د طالبانو له حضور سره دا خطر لا پسې زیاتېږي. ځکه چې په هغو شرایطو سره چې د دغو مدرسو لپاره مو په ګوته کړل، د افغانستان لپاره د ډول ډول ټولنیزو او امنیتي ناورینونو زمینه برابروي. خو طالبان او د دغو مدرسو د جوړولو لپاره د دغې ډلې پراخ ملاتړ هم د طالبانو خطر او هم دغو مدرسو خطر زیاتوي.
- له پوهې او بشري لاسته راوړنو سره دښمني
د طالبانو په فکري نظام کې د ننني بشري تمدن ټولې فکري تجربې او علمي لاسته راوړنې له پامه غورځول شوي او له هغو سره دښمني کیږي. د طالبانو په اند مسلمانان مکلف دي چې یوازې دیني علوم زده کړي. له همدې امله هم دغه ډله د جهادي مدرسو د ملاتړ او پراختیا په برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې نه سپموي. معاصر علم په واقعیت کې د هر طالباني حکومت ضد درمل دي او دغه ډله پر دې خبره پوهه ده. ښکاره خبره ده چې کوم حکومت چې غواړي یو هېواد د پرمختګ پر لور رهبري کړي باید له عصري علومو او د بشري تمدن له لاسته راوړنو سره پخلا شي، نه د طالبانو په څېر چې له عصري علومو سره ضدیت لري.
- له ښځو سره ضدیت
یو له هغو دلایلو چې طالبان د افغانستان راتلونکي ته تر ټولو خطرناک ګواښ دی، د دې ډلې تحجر او له ښځو سره ضدیت دی. د ښځو پر وړاندې د دې ډلې ضدیت چې دوی ورته شرعي دلایل تراشي، د دې ډلې د غړو په مدرسو او بنسټپالي فکر کې ریښې لري. د طالبانو په فکر کې ښځه د شهوت، شیطانت، انحراف او شر نښه ده. د دغه ضدیت له دلایلو سره کار نه لرو، خو له ښځو سره د مخالفت پایلې د یوې ټولنې لپاره درنه بیه لري، هغه هم په داسې زمانه کې چې ښځې د عصري تمدن په پرمختګ کې لویه ونډه لري. طالبان پر دې نه پوهېږي چې په نننۍ نړۍ کې د کار طبیعت بدل شوی دی او دا مفکوره چې ښځه باید د خپل عضلاتي ځواک پر بنسټ کار ونه کړي، له هغو دورو سره تړاو لري چې کار قوي غړو ته اړتیا لرله. خو په نننۍ نړۍ کې د کار طبعیت داسې دی چې ښځې پکې تر نارینه ډیر مهارت لري. د بېلګې په توګه په نننۍ نړۍ کې کار کول د قوي غړو پرځای په جزیاتو کې دقت، اوږدمهالي تمرکز او حوصلې ته اړتیا لري؛ هغه څه چې ښځې یې تر نارینه وو ډېر لري. هغه هیواد چې غواړي د پرمختګ په لاره کې ګام واخلي، باید د ټولنې د ټولو غړو له وړتیاوو کار واخلي، کنه نو د پرمختګ مخ به ونه ګورو.له همدې امله سره له دې چې طالبان په پراخه کچه تبلیغات کوي څو ځان د یوې پرمختګپالې ډلې په توګه وښيي او د سړک او یوې څلورلارې د بیارغونې عکسونه په پراخه توګه خپروي، له ښځو سره د دوی ضدیت دا ښیي چې دا ډله پرمختګ غوښتونکې ډله نه ده، بلکې د پرمختګ دښمنه هم ده.
- ترهګرو ډلو ته پناه ورکول
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې او د دغې ډلې د ملاتړ په برکت څو ترهګرې ډلې فعالې دي. د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د دغو ډلو حضور افغان وګړو او د سیمې د هېوادونو امنیت ته بالقوه او بالفعل ګواښ دی، په اوږدمهال کې دې وطن ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل کېږي. کله چې یوه ټولنه د ترهګرو ډلو لپاره خوندي وي، ښکاره خبره ده چې پر ناوړه امنیتي پایلو سربیره، ټولنیزې او رواني پایلې هم لري. یوه پایله یې دا ده چې د دې ډلې غړي د پرګنو په منځ کې پر الګو بدلېږي. کله چې نوی نسل راځي او ویني چې پر ټولنه ټوپک او زورواکي واکمنه ده، نو په اتوماتيک ډول له دغه وضعیته اغېزمنېږي او هڅه کوي چې د ټوپک او زور له لارې د ځان لپاره مقام ترلاسه کړي. په دې توګه به څو نسلونه وروسته د ټول هېواد فضا ترهګریزه وي. پر دې سربېر به دا ډلې هم هڅه وکړي چې فضا په خپل کنټرول کې ولري او خلک له خپلې خوښې سره سم وروزي. د پایلې په توګه په افغانستان کې د طالبانو اوږدمهالی حضور او د دې ډلې تر سیوري لاندې د ترهګرو ډلو حضور به ټول هیواد ترهګریز کړي.
- قومي او هویتي اختلافونو ته لمن وهل
په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ درز د هېواد او راتلونکي لپاره یو له لویو سرخوږیو دی. طالبان هم د خپلې حکومتولۍ له لارې دغه درز پراخوي. د طالبانو په واکمنۍ کې دا مهمه نه ده چې یو واکمن د یوې سیمې له فضا او ټولنیزو مناسباتو سره څومره اشنا دی، بلکې مهمه دا ده چې هغه طالب وي. له همدې امله په شمال کې د ولسوالۍ لپاره له سویله واکمن لېږي، د لوېدیځ لپاره له ختیځه او د مرکزي سیمو لپار هم له ټولو زونونو حاکم لېږي. پرګنې طالبان د پښتنو د استازو په توګه پیژني او ټول هغه ظلمونه او نارواوې چې د واکمنانو لخوا پر هغوی کیږي، پښتنو ته منسبوي. له همدې امله قومي کرکه رامنځته کیږي او طالبان د دې کرکې مسوول دي.
- د طبیعی او امنیتی پیښو د مسوولیت نه اخیستل
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د دغې ډلې رییس الوزرا ویلي وو، چې د خلکو د رزق د برابرولو مسوولیت د دغې ډلې د چارواکو پرغاړه نه دی. دغه راز په وروستيو ورځو کې په څو ولايتونو کې د پراخو د سيلابونو له راوتلو سره سره د طالبانو مشر په دې تړاو کومه اعلاميه نه ده خپره کړې. پر دې سربېره، هېوادوال زیانمنو ته د رسېدنې په چاره کې د دې ډلې له ناسم مديريته شکايت کوي. دا او په سلګونو نور دلایل دا په ډاګه کوي چې دغه ډله د طبیعي پېښو په تړاو مسوولیت نه اخلي.
د امنیتي پېښو په تړاو یې که څه هم نارې او سورې جوړې کړي چې د هېواد سراسري امنیت ټینګ دی، خو هغه جنايي پېښې چې د طالبانو د سخت سانسور له پردې راوتلي ښيي، چې دغه ډله په دې برخه کې ناکامه ده. له امنیتي پېښو سره هم د طالبانو چلند انکار، دوکه او دروغ ثابت شوی دی. نو هغه واکمنه ډله چې د طبيعي پېښو مسووليت نه اخلي او د خلکو د رزق برابرول خداى ته سپاري او د امنيتي پېښو په تړاو درواغو او انکارو ته پناه وړي، پر هغه هېواد یې ولکه چې ۴۰ میلیونه نفوس لري، یوه غمیزه ده.
پر یادو شویو مواردو سربیره، هغه څه چې طالبان یې د هیواد او سیمې راتلونکې ته پر جدي خطر بدلوي دا دي چې دا ډله د یوې بنسټپالې، افراطي ډلې په توګه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، دولت ته ورته تشکیلات لري او عملاً یو هېواد کنټرولوي.