۸صبح، لغمان: په لغمان کې ولسي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دوو قبیلو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه چهارشنبه د غويي پر ۲مه د سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ د علیشنګ ولسوالۍ اړوند په «مسمت» سیمه کې شوې ده.
د دغې پېښې په قربانیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم ده.
د سرچینو په وینا، شخړه د ځمکې پر سر شوې ده.
ورته مهال، په لغمان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي چې پېښه کې د ښکیلتیا په تور ۲۵ کسان نیول شوي.
دوه کاله وړاندې هم په لغمان کې د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي او یو ټپي شوی و.
له دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې د ورته پېښو لامله مرګژوبله اوښتې ده.