د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له «سي جي ټي اېن» تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې نړۍ باید دا درک کړي چې افغان متفاوته ټولنه ده. دغه طالب ویاند د افریقا د امازون سیمې خبره کې ده، چې قبایلي مېرمنې هلته جامې نه اغوندي، خو نړۍ ورسره ستونزه نه لري. د هغه په وینا، کله چې د افغانستان خبره کېږي، د پوښاک د مقرراتو موضوع راپورته کېږي.
له شک پرته چې افغان ټولنه متفاوته ده او که دې رژیم یوه خبره هم رښتیا کړې وي، همدا خبره ده، چې «افغان ټولنه متفاوته ده». لومړی دا چې په امازون کې داسې قبیله نشته. دا قبیله «کومبای» نومېږي او په اندونیزیا او پاپوګینه کې ده. د کومبای تر څنګ نورې قبیلې هم شته چې د «کرووای» په نامه یادېږي، چې هغوی هم کومبايي دود لري. که د بلخي خبرې سمې وبولو، باید ووایو چې نړۍ د دې قبیلې ځانګړنې د فرهنګي دود په توګه منلې دي، ځکه چې پر ښځو د جامو اغوستل تر اوسه نه دي تحمیل شوي. که نن سبا افغان مېرمنې هم په خپل انتخاب چادري واغوندي، څوک ورسره ستونزه نه لري. د طالبانو تر ولکې مخکې هم ځينو مېرمنو چادرۍ اغوستې او نیوکه هم نه کېده. لکه څنګه چې تر طالبانو مخکې په میلیونونو مېرمنو چادري نه اغوستله او چا اعتراض نه کاوه. که څه هم د چادري اغوستل د اګاهۍ له کبله نه دي، بلکې د نرواکۍ او مذهب د ولکې له کبله تحمیل شوي؛ خو له دې سره سره، د حکومتي فشار او د واکمنې ډلې له مخې نه کېده. له دې کبله، پر وړاندې يې فشار نه و. خو کله چې طالبان مېرمنې د چادرۍ د نه اغوستلو په تور محاکمه کوي، پر واټونو يې په کېبل وهي، مېرمنې له انساني حقونو محروموي، افغان ټولنې متفاوت والي ته درناوی نه کوي، ځکه هغوی پخپله د افغانستان متفاوته ټولنه نفي کوي. د افغانستان د ټولنې متفاوت بودن له هغه تفاوت سره چې طالبان یې په هکله غږېږي، توپير کوي. د طالبانو تفاوت یوشان والی او د رایې د ورکولو د حق اخیستل دي. نن سبا په افغانستان بېلابېل قومونه اوسېږي او ځانته اداب، رسوم او جامې لري، چې دا کار یو له بله سره د دوی توپير په ډاګه کوي او تر څنګ يې فرهنګي تفاوتونه هم ښيي.
کله چې طالبان د ټولنې د تفاوت په هکله خبرې کوي، باید د ټولو هېوادوالو حقونه وپېژني او له ځپلو، نیونو او ربړونې لاس واخلي. پرېږدي چې نجونې مکتب ته لاړې شي، د ژوندانه، لیک لوست، لوړو زده کړو او کار حق ولري. په هغې ټولنه کې چې اوسېدونکي یې هېڅ حق ونه لري، په کوم معیار یې د متفاوت بودن په اړه خبرې کېږي؟
دمګړۍ طالبان په ټول ځواک غواړي افغان ټولنه یوشان کړي، د خلکو ږیره اندازه کړي، له خلکو د عقایدو پوښتنه وشي او له خلکو ابتدایي حقونه هم اخلي؛ خو له دې سره سره نړۍ ته نصیحت کوي، چې د افغانستان ټولنې تفاوتونه درک کړي. دوی غواړي خپل تحجر پر ټولنې ومني.
دا چې طالبان پر بشري حقونو، ولسواکۍ او د ملت د برخلیک د تعیین پر حق باورمن نه دي، دا هم یو تفاوت دی، خو د افغان ټولنې واقعیت نن سبا همدا نه دی. په تېرو شلو کالو کې داسې نسل روزل شوی، چې د بشري حقونو له ارزښتونو، مدرنې پوهې او ټکنالوژۍ سره بلد دی. نن سبا بدن ته پام په یوه خاص دود اوښتی دی، د بدن ارایش او پيرایش د انسان له هویت سره تړون اخلي. انسان په پوښاک خپل شخصیت تعریفوي او خپل هویت په ډاګه کوي. کله چې دا ټول انتخابونه له یوه چا څخه واخیستل شي، ځانګړي ارزښتونه پر هېوادوالو منل کېږي، دا د ټولنې متفاوت کار نه دی، بلکې ځپنه ده. طالبان دا حق د ټولنې ښځو او سړیو ته نه ورکوي. وګړي دا حق لري، چې څه واغوندي، څنګه فکر وکړي او څنګه وغږېږي.
که طالبان د افغان ټولنې د متفاوت بودن په اړه خبرې کوي، دغه تفاوت ته هم باید پام وکړي، چې اعتراض کوونکې مېرمنې هم د افغان ټولنې یو متفاوت اړخ دی. نن سبا د ښځو د حقونو اخیستلو له کبله خلک له کابل تر واشنګټنه غږېږي، چې طالبان د افغانستان یو واقعیت دی خو نه د افغان ټولنې متنوع کُلي اړخ. له بلې خوا، طالبان باید دا په یاد وساتي، چې د جامو اغوستل فرهنګي او ذهني کار دی، هېڅ نظام نه شي کولای چې فرهنګي پدیدې په زوره پر خپلو ومني.