د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ په قطر کې د دوحې له غونډې وروسته ویلي چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې لړۍ دوام ومومي. نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د پوره ادغام لپاره لار نقشه جوړه کړي. د ښاغلي وېسټ په باور، د افغانانو هوساینه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې د دې کار بنسټ جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې ځیني سیاسي فعالان بیا وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د خبرو اترو پلان له خنډ سره مخ شوی دی. د هغوی په خبره، د ټامس وېسټ وروستۍ څرګندونې له افغانستانه د امریکا د یوه شاتګ ښکارونديي کوي. سیاسي فعالان ټينګار کوي چې د وېسټ څرګندونې د دې ښودنه کوي چې افغانستان د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو وېستل شوی دی. ورته مهال، ځيني نور باوري دي چې امریکا سیمهییزو حساسیتونو ته په کتو غواړي په افغانستان کې خپلې موخې په یو لوی چتر کې چې په پاېله کې یې نړیواله اجماع رامنځته شوې وي، وڅاري.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ په قطر کې د دوحې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته ویلي چې هېواد یې غواړي د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د غونډو لړۍ دوام ومومي. نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «امریکا د دغه فرصت له دوامه ملاتړ کوي، په نړیوال نظام کې د افغانستان د پوره ادغام لپاره د لارنقشې جوړولو په برخه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د روان بهیر هرکلی کوي، دا ځکه چې د افغانانو هوساینه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې د دې کار بنسټ جوړوي.»
د افغان اتباعو ګوند رییس ډاکټر ذاکر حسین ارشاد له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «د افغانستان په قضایاو کې د امریکا کارنامو ته په کتو، که بیا ځان رامخکې کړي او له نړیوالو بنسټونو او ادارو وړاندې ګام واخلي، یو لړ جدي ګومانونه رامنځته کوي، څو ځيني لوبغاړي نور دریځونه خپل کړي او پر دې سربېره، د خپلو موخو د تعقیب لپاره اړین مشروعیت پېدا نه کړي.»
نوموړی زیاتوي: «ټامس وېسټ د افغانستان قضیې پر یوه اړخ پوهېږي چې باید څنډې ته لاړ نه شي او له بلې خوا غواړي د امریکا د پروګرامونو پېټی هم پر ملګرو ملتونو واچوي، څو له دې لارې د امریکا د پروګرامونو اجنډا پرمخ لاړه شي او نړیوال مشروعیت هم پېدا کړي.»
ښاغلی ارشاد زیاتوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وروستیو څرګندونو کې د ناهیلۍ خبره نه لیدل کېږي او په وینا یې، هغه څه چې د دغه هېواد لپاره په افغانستان کې مهم دي، د خپلو پروګرامونو لپاره د نړیوال مشروعیت موندل دي. هغه وايي: «هر هغه څه چې امریکایانو ته مهم دي، یوه حداقلي اجماع ده چې خپل سیالان حساس نه کړي. د ټامس وېسټ څرګندونې تر ډېره په دې کانټکس کې د تحلیل وړ دي.»
بلخوا، سیاسي او د بشري حقونو فعاله مرضیه احمدي وايي، د ملګرو ملتونو هغه پلانونه چې طالبان د نړۍ د اساسي غوښتنو په ځانګړي ډول له اورپکۍ سره د مبارزې، بشري حقونو ته د درناوي او د یوه ټولګډوني حکومت د رامنځته کولو په اړه قانع کړي، له خنډ سره مخ دي. د نوموړې په خبره، ملګرو ملتونو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې خپل مسوولیت په سم ډول نه دی ترسره کړی. هغه زیاتوي چې په دې وضعیت کې امریکا هم خپل پېټی د ملګرو ملتونو پر اوږو اچوي، په داسې حال کې چې په خبره یې، ملګرو ملتونو ان په افغانستان کې د خپلو ښځينه کارکوونکو دفاع ونه شوای کړی او دمګړۍ په افغانستان کې ملګرو ملتونو پورې اړوند بنسټونو ښځينه کارمنانې له کوره کار کوي.
مېرمن احمدي ټينګار کوي چې د ځانګړي استازي د ګومارلو لپاره په امنیت شورا کې د چین او روسیې ممتنع رایه په افغانستان کې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د دوه ګوني او حساسیت څرګندونه کوي. هغه باوري ده چې طالبان به له هېڅ هېواد سره د خپلو کړو ژمنو له مخې چلن ونه کړي.
دا سیاسي فعاله زیاتوي چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې، د روسیې او اوکرایین ترمنځ د شخړې دوام او په منځني ختیځ کې د بدلون له امله، د امریکا پام له افغانستانه اړولی او په خبره یې، د بایډن اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لارې د یوې حداقلي اجماع په رامنځته کولو نفوذ ولري.
دا غبرګونونه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې له دویمې ناستې وروسته څرګندې شوې دي. دا غونډه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د دوو ورځو لپاره په قطر کې جوړه شوې وه چې د افغان ښځو او مدني فعالانو څلور استازي یې هم ګډونوال و.
طالبان دې غونډې ته بلل شوي و؛ خو د شرطونو د منلو له کبله یې ګډون پکې ونه کړ. طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي و چې په دې غونډه کې دې یوازې دوی د افغانانو په استازیتوب برخه واخلي او د مدني ټولنې او ښځو استازي دې ګډون نه کوي. د طالبانو بله غوښتنه بیا د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره کتنه وه چې د ملګرو ملتونو ملتونو له خوا رد شوې.
ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ویلي: «د دوحې غونډه مو له نږدې څارله، او ښکاره شوه چې کومه جوته پایله یې نه لرله.»
طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ګومارنې سره مخالفت کړی او دا یې د یوناما په شتون کې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده. د دې ترڅنګ، چین او روسیې ویلي چې ځانګړی استازی دې له طالبانو سره په سلامشورې وټاکل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب مخالف سیاسي خوځښتونو بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ګومارنې هرکلی کړی؛ خو ټينګار یې کړی چې ځانګړی استازی دې د ټولو افغان سیاسي او مدني بنسټونو په سلامشورې وټاکل شي.
تازه د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو هسیاویونګ ویلي چې هېواد یې د دوحې په غونډه کې «په افغانستان کې د منځلارې حکومتولۍ چې نجونې پکې د زدهکړو حق ولري» غوښتونکی و.
د چین ځانګړي استازي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «چین د دوحې د غونډې د ډېرو نورو ګډونوالو په څېر زیات ټينګار په بشري مرستو، په یوه منځلاري حکومت چې نجونې پکې د زدهکړو حق ولري کړی او دا چې امریکا دې د افغانستان د بیارغونې اصلي مسوولیت واخلي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ورپرېږدي او دغه راز لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.»
د یادولو ده چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د نه ګډون وروسته په غزني کې دوه کسان په عام محضر کې قصاص کړل. ځینو کارپوهانو د طالبانو دا کړنه پر نړیوالو د فشار وسیله یاده کړې. د هغوی په خبره، کله چې طالبان د خبرو اترو سیالي وبایلي، په وینا یې، پر داسې کړنو لاس پورې کوي، څو د نړۍ پام ځانته راواړوي.
ورته مهال، ځیني نور بیا باوري دي چې په افغانستان کې د وضعیت د بدلانه لپاره دې خلک لاس په کار شي او په خبره یې، په دې برخه کې دې د لویدیځ او ختیځ په تمه نه کیني.