په داسې حال کې چې نړۍ د نړیوالو اړیکو له پېچلتیاوو سره مخ ده، د افغانستان جیوستراټېژیک، جیوپولیټیک او جیوایکونومیک موقعیت د بحثونو محور ګرځېدلی دی او همدارنګه په منځنۍ او سویلي اسیا، منځني ختیځ او د هند نیمه وچه کې د همدې ځانګړي موقعیت له وجې افغانستان د سیمې په متحرکاتو کې یو مهم لوبغاړی جوړ شوی دی.
په دې لیکنه کې به د افغانستان د سټراتیژیک موقعیت پر مفکورې او پر سیمه ییز سیاست، اقتصاد او امنیت یې پر اغېزو په ځانګړې توګه د طالبانو او د نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو د حضور په اړه بحث وکړم.
د افغانستان جیو ستراتېژیک اهمیت:
د افغانستان جیوسټراتیژیک موقعیت له تاریخي پلوه د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو لپاره د خوښې وړ ځای ګرځیدلی دی. دغه راز د فارس خلیج، د هند بحر او کسپین بحیرې ته نږدېوالي افغانستان د سوداګرۍ او انرژۍ د سرچینو یا منابعو لپاره پر یو مهم ترانزیتي مرکز بدل کړی دی. زموږ د هېواد خاورې چې غرونه او پراخې دښتې پکې شاملې دي، د سیالو قدرتونو تر منځ هم د طبیعي حائل بڼه خپله کړې ده.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت یو نوی اهمیت خپل کړی دی، د چین هېواد د کمربند او لارې نوښت (Belt and Road Initiative)BRI او د منځنۍ اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍCentral Asia Regional Economic Cooperation (CAREC) پروګرام ته نږدېوالي، له نېکه مرغه افغانستان د سیمه ییز اقتصاد د ادغام لپاره یو زړه راښکونکی شریک ګرځولی دی. پر دې سربېره، د منرالونو او طبیعي ګازو په ګډون د افغانستان طبیعي زېرمي په سیمه کې د اقتصادي ودې او پراختیا ظرفیت لري.
د طالبانو حکومت او تروریزم:
طالبان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په واک کې دي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې د ژمنتیاوو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي. له نړیوالو ترهګرو ډلو لکه القاعدې سره د طالبانو تاریخي اړېکو په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د بیا پیلیدو په تړاو اندیښنې راپارولې دي. په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې او القاعده شبکې په ګډون د نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو حضور د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهمې پایلې لري. دا هغه ډلې دي چې پر امریکا د سپټمبرد ۱۱مې د برید په ګډون، په افغانستان، سیمه او نورو هېوادونو کې یې د ګڼو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دي.
پر سیمه او نړۍ یې اغېزي:
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د ترهګرو ډلو حضور د سیمي او نړۍ لپاره پراخې پایلې لري. د هیواد ناامنو سرحدونو او د یو موثر حکومت نشتوالي، افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای ګرځولی دی چې له همدې ځایه به پر ګاونډیانو او نورو هیوادونو د بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو نفوذ په ټوله سیمه کې احساسیږي او هېوادونه لکه پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا د پاموړ امنیتي ننګونو سره مخ دي، نه یوازي سیمه ییز هېوادونه بلکې نړیواله ټولنه هم اغېزمنه شوې ده، ځکه چې په افغانستان کې شته ترهګرې ډلي په اروپا، شمالي امریکا او ګڼ شمېر هېوادونو کې له شویو بریدونو سره تړاو لري .
سیمه ییزه همکاري او ډیپلوماسي:
څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د افغانستان جیوپولیټیک او جیوایکونومیک موقعیت، دا هېواد یې د سیمه ییز همکاریو او ډیپلوماسۍ پر یو مهم لوبغاړي بدل کړی دی او د منځنۍ اسيا له هېوادونو، ايران او پاکستان سره د افغانستان اړیکي د سيمې د امنيت او ثبات لپاره پايلې لري.
سیمه ییزه همکاري او ډیپلوماسي په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو ډلو لخوا د رامنځته شویو ننګونو د حل لپاره حیاتي ده او ضرورت دی چې زموږ هېواد په دیپلوماتیکو نوښتونو او څو اړخیزو فورمونو کې برخه واخلي څو له ګډو ننګونو لکه امنیتي ګواښونو، تروریزم او بین المللي جرمونو سره مبارزه وکړي او په سیمه کې سولې، ثبات او سوکالۍ ته وده ورکړي.
وړاندیزونه او حل لاري :
د طالبانو د رژيم او ترهګرو ډلو لخوا د رامنځته شویو ننګونو د حل لپاره به یو نظر او لاره دا وي چې په افغانستان کې یو داسې ټولګډونی حکومت جوړ شي، چې طالبان، ښځي او اقلیتونه پکې شامل وي، دا یوه پېچلې هڅه ده خو په عین وخت کې حیاتي هم ده ځکه چې دا کار ټولنیزې ونډي، د خلکو استازیتوب او بشري حقونو ته لومړیتوب ورکوي او اړین دی.
د ښځو حقونو، د جنسیتي برابرۍ د ودې او د اقلیتونو د حقونو د ساتني یو ملاتړی هراړخیز حکومت کولای شي چې ملي یووالی ټينګ کړي او د افغانستان، سیمې او نړۍ د خلکو بېلابېلي اړتیاوې پوره او اندېښنو ته حل لارې پیدا کړي. خبرې اترې او ډیالوګ، د پخلاینې هڅې او نړیوال ملاتړ د ښکېلو اړخونو ترمنځ د باور د رامنځته کولو او د یو ټولګډوني او باثباته سیاسي نظام پر لور د سوله ییز تګ لپاره له اسانتیاوو براوونکو برخو دي. پر ډیالوګ، اجماع رامنځته کېدو او ملي یووالي ټینګار کولای شي د افغانستان د یوه سوله ییز او هوسا راتلونکي لاره هواره کړي.
دویمه مفکوره به دا وي چې د تروریزم ضد مبارزې لپاره یو داسې سیمه ییز چوکاټ رامنځته شي چې ګاونډي هیوادونه او نړیوال شریکان سره راټول کړي څو له یو بل سره معلومات شریک کړي، هڅې همغږې کړي او د افغانستان د امنیت په برخه کې د ظرفیت لوړولو مرستې برابرې کړي.
بله مفکوره اقتصادي پراختیا او سیمه ییز ادغام ته وده ورکول دي، په دې لړ کې د چین هېواد د کمربند او لارې نوښتBelt and Road Initiative ( BRI) اوCentral Asia Regional Economic Cooperation (CAREC) پروګرامونه کې ګدون دی، تر څو اقتصادي خوځښت را منځته او د ترهګرو ډلو جذابیت کم کړي او دغه راز په سیمه کې ثبات او سوکالۍ ته وده ورکړي.
پایله
د افغانستان ستراتیژیک موقعیت دوه خولې (دولبه) توره ده! دا وړتیا لري چې د سیمې سیاست، اقتصاد او امنیت ته بڼه ورکړي. خو د طالبانو واکمني او په دغه هېواد کې د نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو حضور د سیمې او نړۍ امنیت له مهمو ننګونو سره مخ کړی دی.
د دغو ننګونو د لمنځه تلو لپاره، افغانستان یو مشروع او ټولګډوني حکومت ته اړتیا لري، په سیمه ییزو همکاریو او ډیپلوماسۍ کې ګډون، اقتصادي پراختیا ته وده ورکول او له امنیتي ننګونو سره مبارزه اړینه ده.
نړیواله ټولنه هم باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ د ودې لپاره د افغانستان د هڅو په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي. تر څو د یو بل په همکارۍ سره وکولای شو د افغانستان پوټانسیېل(امکانات او ظرفیتونه) ته لاره هواره کړي او وکولای شو چې د ټولو لپاره یوه خوندي او هوسا سیمه جوړه کړو.