د افریقايي ټولنې ځواکونه له سومالیا ووځي

په سومالیا کې د افریقايي ټولنې انتقالي ماموریت (ATMIS) په هیرشبیلي ایالت کې یوه پوځي اډه د دغه هېواد پوځ ته وسپارله.
آتمیس په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې له دغه ماموریت سره د تړلو ۲۰۰۰ پوځیانو د ایستلو بهیر د سه شنبې په ورځ (د جون په ۲۰مه) پیل شو.
په سومالیا کې د افریقایي ټولنې ماموریت چې د کورنۍ جګړې وروسته په هغه هیواد کې د انتقالي حکومت د ځواکونو د ملاتړ لپاره تاسیس شو، تیر کال خپل ماموریت آتمیس ته وسپارلو.
ټاکل شوی د ۲۰۲۴ کال تر دسمبر پورې، آتمیس په بشپړه توګه د سومالیا د امنیت د ساتلو دنده ددې هیواد پوځ ته وسپاري.
د خپرو شويو راپورونو پر بنسټ، آتميس له بېلابېلو افريقايي هېوادونو شاوخوا شل زره سرتېري لري.
دا پداسې حال کې ده، چې امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له سومالیا څخه د افریقایي ټولنې د سرتیرو چټک ایستل کیدای شي د سومالیا د حکومت د چټک سقوط لامل شي.