«د ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنې څېړنیزې شبکې» په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په ملګرو ملتونو کې د بلجیم دایمي استازولۍ، د اقدام په نوم د مدني ټولنې نړیوالې شبکې، اتلانتیک شورا، ملالۍ فنډ او ولوم بنسټ په همکارۍ له افغان ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوال ایتلاف رامنځته کولو او د دوحې درېیمې ناستې په اصلي اجنډا کې د ښځو حقونو د ورګډولو په موخه غونډه جوړه کړې ده.
«د ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنې څېړنیزې شبکې» ویلي چې په دې پروګرام کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې، بلجیم او جاپان د سفیرانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازو برخه لرله.
دا ناسته هممهاله په حضوري او انلاین بڼه په ملګرو ملتونو کې د بلجیم دایمي استازولۍ په دفتر کې جوړه شوې وه چې پکې د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د نړیوالو بنسټونو استازو او د افغان ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.
ګډونوالو په دې غونډه کې له افغان ښځو د ملاتړ په لارو چارو او دوحې په بهیر کې د ښځو ماناداره ګډون په تړاو خبرې اترې کړې دي. په دې پروګرام کې د ښځو حقونو فعالانو یو پرانېستی لیک هم خپور کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ناوړه وضعیت سره د مقابلې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
«د ښځو او ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنې څېړنیزې شبکې» بنسټ اېښودنکې او مشرې زرقا یفتلي په خپله وینا کې له افغان ښځو د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې یې نیوکه کړې چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د ښځو او مدني ټولنې استازي ایستلي دي. نوموړې ویلي چې د ملګرو ملتونو دا ګام د دغه سازمان له منشور څخه ښکاره سرغړونه ده. د هغې په خبره، د ښځو له مانالرونکې ګډون پرته د دوحې مذاکرات بې ګټې دي. مېرمن یفتلي زیاته کړې چې دغې شبکې یادې ناستې ته له «افغان ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوال ایتلاف» رامنځته کولو لارنقشه وړاندې کړې ده. د نوموړې په وینا، دا لارنقشه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ښځو حقونو له دوه زرو او ۱۰۰ فعالانو سره تر سلامشورو وروسته جوړه شوې چې پکې یې د افغان ښځو د وضعیت او ملاتړ لپاره د نړیوالو لوبغاړو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
![](https://8am.media/ps/wp-content/uploads/2024/07/2-750x563-1.jpg)
د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې په بهیر کې د نړیوالې همغږۍ او ښځو پر مانالرونکي ګډون ټينګار کړی دی. نوموړې ژمنه کړې چې د دغې لارنقشې د سپارښتنو او لارو چارو د عملي کولو لپاره دې له ټولو ذینفعانو سره همکاري وشي.
دغه راز، په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازولۍ مرستیالې شینو میتسوکو ویلي چې جاپان به د افغان ښځو او اغېزمنو شویو خلکو له مبارزې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازولۍ د بشري حقونو رییسې او سلاکارې وزیرې دیارا دیم لابیل د افغانستان راتلونکې په اړه د پرېکړو په بهیرونو کې د مدني ټولنې او ښځو پر ګډون ټينګار کړی دی.
اخوا، پخوانۍ افغان دیپلوماتې زحل سلیم چې د ۴۷ بنسټونو او د ښځو او مدني ټولنې د ۱۲۲ فعالانو له خوا تیار شوی پرانیستی لیک یې غونډې ته ولوست، غوښتنه کړې چې له دغه لیکه دې نړیوال ملاتړ وشي.
دغه راز، په اتلانتیک شورا کې د عدالت غوښتنې په ستراتیژیکه پروژه کې د ستراتیژیکو حقوقو سلاکارې اکیلا رادکریشنا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې جنسیتي اپارتاید دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژني.
![](https://8am.media/ps/wp-content/uploads/2024/07/3-750x563-1.jpg)
د بشریت ضد جرایمو معاهدې مسوده د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په شپږمه کمېټه کې تر ارزونې لاندې ده. د اتلانتیک شورا دغې سلاکارې د بشریت ضد جرایمو د معاهدې په مسوده کې د دغې موضوع د شاملولو غوښتنه کړې ده. نوموړې ټينګار کړی چې د ښځو حقونو ټول اړخونه یوشان مهم دي او افغان ښځې د نړۍ له نورو ښځو بېلې نه دي.
د دغې ناستې جوړوونکو او ګډون کوونکو ویلي چې هغوی ژمن دي چې له افغان ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوال ایتلاف د رامنځته کولو او د لومړیتوب په توګه د هغوی حقونو د ډاډمنېدو لپاره د دوحې بهیر او له هغې وراخوا ملاتړ ته دوام ورکړي.