۸صبح، پروان: په پروان کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو پر یوه پوستې د وسله وال برید خبر ورکوي.
سرچينې د ځايي اوسېدونکو له قوله تاييد کړې، چې دغه بريد د جمعې په شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجې د وږي په ۱۱مه د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په «کجي حاجي ها» سيمه کې ترسره شوی دی.
که څه هم سرچينې د دې بريد د مرګ ژوبلې او عاملينو په اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې په دغه برید کې یې لږ تر لږه دوه طالب جنګیالي وژلي او درې نور یې ټپیان کړيدي.
د خبرپاڼې له مخې، له دې نښتې وروسته د طالبانو يو رينجر موټر هم له منځه تللى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۹مه ادعا کړې وه، چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ په چپرهار کلي کې د دغېجبهې د ځواکونو په کمين کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي وژل شوي دي.
د شکردرې اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته په ياده سيمه کې جګړه تاييد کړه ده.