د بې وزلۍ وېرې یې په دې ورځو کې ټول وجود نارامه کړی دی. لاسونه یې لړزېږي هره شېبه یې د خپلې مغازې د وره په لوري سترګې نیولې دي. اندېښمنه ده چې طالبان به راشي او مغازه به یې وروتړي. نوموړې د مشتریانو د غږ په اورېدلو د اندېښنې له حالته راوځي او بېرته خپل ځان په واقعي فضا کې مومي. نوموړې د دې کار لپاره هره ورځ لکه په پښو ولاړ د عسکر په شان، د خپلې مغازې مخې ته ولاړه وي ترڅو د طالبانو په راتګ سره له خپل ځان او د سیمه ییزو جامو مغازې نه چې څو میاشتې یې له پرانېستلو تیریږي، په قانع کوونکې ژبه دفاع وکړي. خو نجیبې یو ځل بیا د ناهیلې توب او د بدیل خوب لمنځه وړل احساسوي. نوموړې او کورنۍ یې اندېښمن دي چې د طالبانو ډله د هغوی وروستۍ هیله او د عایدو سرچینه یې چې لور یې هغو ته د رسېدلو لپاره سختې ورځې ګاللي دي، ترېنه واخلي. له همدې امله، د نجیبې او کورنۍ د غړو په سترګو کې یې خوب حرام شوی دی.
نجیبه د کابل پوهنتون د درېیم کال محصله ده. نوموړې د فزیک په څانګه کې د طبیعي علومو په برخه کې زده کړې کوې. د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو او له درې مېاشتو په کور کښېناستلو له تجربې وروسته، نوموړې پرېکړه کوي ترڅو د ژوند د بقا لپاره د یوې لارې به لټه کې شي. نجیبه د کورني اقتصاد د ښه والي او د کور له کښېناستلو نه د خلاصون لپاره چې د طالبانو ډلې ورباندې دا وضعیت راوستلی دی، داسې یو کار رامنځته کوي ترڅو د هغو سختو ورځو چې د زده کړو د دوام په حسرت کې یې تېروي څه نا څه جبران کړي. د نوموړې د کاري فعالیت پیل ډېر سخت او له زغم نه بهر و، په ځلونو پر زمکه ولوېده او بیاځلي یې د پلار پرمټ له ځایه راپورته شوه.
نوموړې خپل کار د درې جوړه سیمه ییزو جامو په ګنډلو او چمتو کولو پیل کړ. هغه جامې چې له ګنډلو وروسته، نجیبې د خرڅلاو په موخه د خلکو کورونو ته وروړلې. نوموړې د خپلو جامو د خرڅلاو لپاره هره کوڅه ګام کړې ده او په ځلونو د ګاونډیو د کورونو د دروازو له شا او د سیمې د خلکو له لوري رټل شوې ده؛ خو نوموړې هېڅکله له خپل کار نه لاس نه اخلي او یوځل بیا له هغې سیمې نه چې پکې ژوند کوي، وړاندې ځي او د خپلو جامو د خرڅلاو لپاره د خلکو د کورونو دروازې ټکوي. په پایله کې، نجیبه له یوې مېاشتې وروسته په دې بریالۍ کیږي چې پخپل لاس ګنډل شوې جامې وپلوري؛ هغه جامې چې شپې او ورځې یې په ګنډلو تېرې کړي ترڅو په تارو سند او ستنې داسې نقش او نګار پکې په پام کې ونیسي چې د مشتریانو لپاره زړه راښکونکې وي.
نوموړې د خپلو لومړنیو جامو له پلورلو نه څه کم ۲۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي. دغه اندازه پیسې د نوموړې لپاره چې په ډېرو ستونزو یې په خپل لاس جامې ګنډلې وې، کمې دي. سربېره پر دې، ترلاسه شوې پیسې د نجیبې د کار د دوام لپاره د عایدو په یوې سرچینې بدلیږي. نوموړې بیاځلي د تکې او تار سند او په سیمه ییزو جامو پورې اړوند د نورو وسایلو په پېرلو، څو جوړه نورې جامې هم ګنډي او پلوري. د نجیبې څو میاشتنۍ هڅې ښې پایلې نه ورکوي او نوموړې د مغازې د جوړولو او د جامو د ګنډلو لپاره د هغو په کرایه ورکولو ته زیاتې پانګې ته اړتیا لري. نوموړې ډېره ناهیلې کېږي او هېڅ لاره نشته تر څو ځان له دې وضعیت نه وژغوري. پلار یې هم د طالبانو له حاکمیت وروسته بېکاره شوی او هېڅ پانګه نه لري ترڅو د خپلې لور لاسنیوی وکړي.
د کور پر دیوالونو او دروازو یې درنه چوپتیا حاکمه کېږي. دا خواشینونکې شېبې په ډېرې سختۍ تېرېږي. ټول یو بل ته په حیرانتیا ګوري او د کار د دوام لپاره هېڅ حل لاره نه ویني. دا درنه چوپتیا او د ناهیلې توب فضا د نوموړې د مور په مرسته لمنځه ځي. دا ځلي یې مور د خپلې لور لاسنیوی کوي او د خپلې یوې اندازه طلا په پلورلو چې د واده په لومړیو ورځو کې یې د خسرخېلو له لوري ورته ډالۍ شوې وه، د نجیبې لپاره د کابل ښار کې یو هټۍ په کرایه نیسي.
نجیبه د خپلې مور د طلا له پلورو وروسته په کابل ښار کې د یوې هټۍ په کرایه کولو بریالۍ کېږي او خپل کار د شپږو جوړو جامو په خرڅلاو پیلوي. نوموړې وايي: «لومړی ځل مې یوازې شپږ جوړه په لاس کنډل شوې جامې درلودې او اړ شوم د هټۍ د ډکولو لپاره له ماشیني جامو نه هم ګټه واخلم، ځکه د جامو د ګنډلو لپاره مې کافي پیسې نه لرلې.» د وخت په تېرېدو، نوموړې ښځو ته د ګنډلو لپاره ډېرې جامې ورکوي او هغه په خپلو مشتریانو پلوري.
نجیبې په هغو شرایطو کې چې د طالبانو ډلې د جنسیت له امله نوموړې په کور کښېناستلو ته اړ کړې ده، تر یوې کچې په دې بریالۍ شوې ترڅو د خپلې د لارې پر سر ازغي لیرې کړي. دا مهال نوموړې نه یوازې د خپل ځان لپاره دنده پیدا کړې، بلکې څه باندې سلو ښځو ته یې هم د کار کولو زمینه برابره کړې ده. نوموړې ښځو ته جامې ورکوي ترڅو هغه وګنډي او په بدل کې یې ورته په هره جوړه کې اوه زره یا زیاتې افغانۍ تنخوا ورکوي.
خو د نوموړې لپاره د کار دوام په هغو شرایطو کې چې د طالبانو ډلې له کور نه بهر د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی، د هرې ورځې په تېرېدو ورته سخت کړی دی. تر دې مخکې، طالبانو د نوموړې پر مخ د پوهنتون دروازه وتړله او هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې. نجیبې د نورو محصلینو نجونو په څېر پوهنتون ته د لارې موندلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوله او سخت درس یې ویلې. نوموړې درې کاله هڅې وکړې ترڅو خپلو هیلو ته ورسیږي او په ذهن کې یې له پوهنتون نه د فارغېدو ورځ یې جشن نیوله؛ خو نوموړې ته یې اجازه ورنکړه چې خپلو هیلو ته ورسیږي. د نوموړې د هیلو پښه یې ورماته کړه او د ناهیلې توب ځنځیر یې له وجود نه ورچاپېر کړ.
نجیبې ورځې او شپې د خپلو هیلو د لاسه ورکولو لپاره اوښکې تویې کړې دي. نوموړې نور نه غواړي ښوونکې شي او خپلو زدکوونکو ته د ژوند درس ورکړي. نوموړې یې پرېنښوده چې خپلو هیلو ته ورسېږي. نجیبه یې اړ کړه چې د زده کړو دوام ته پام ونکړي. نوموړې دا مهال غواړي چې خپل نوي کار ته پراختیا ورکړي او له دې لارې، د افغاني جامو دود په تېره د هزاره ګي جامو فرهنګ په هېواد او له هېواده بهر معرفي کړي او په راتلونکي کې هم نامتو سوداګره شي. نوموړې وايي: «کومه دنده مې چې ډېره خوښېده هغه یې له زده کړو نه د نجونو د منع کولو له لارې رانه واخیسته، خو اوس غواړم خپل همدا کار ته پراختیا ورکړم او ټولو ولایتونو ته سفر وکړم، او په پای کې هم یوه نامتو سوداګره شم.»
خو طالبانو د نوموړې بدیله رویا هم په خپله محاصره کې نیولې ده او له نوموړې نه د وروستۍ هیلۍ د اخیستلو په لټه کې دي. هغوی نه غواړي چې نجیبه د کار لپاره په ټولنه کې فعالیت وکړي او په کمین کې دي ترڅو د تېروتنې په صورت کې د تل لپاره د نوموړې لاس او پښې وروتړي. «د فروشګاه په هغه منزل کې مې چې هټۍ په کرایه نیولې، ټولې هټۍ لرونکې ښځې دي او ددغې فروشګاه خاوند هم طالبانو سره ژمنه کړې ده چې هېڅ نارینه د ښځو پوړ ته د ننوتلو اجازه نه لري؛ خو که طالبانو یو نارینه هم ولیده کېدای شي دا کار له مانه واخلي.»
اوس د نوموړې دا ورځې هغه کب ته ورته دي چې د اوبو په دننه کې هم ساه اخیستل ورته ستونزمن دي. مغازې ته یې د طالبانو د ډلې د ورننوتلو وېره هره شېبه ځوروي او د هغوی پوښتنو ته له ځواب ورکولو هم ستړې شوې ده.