۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان کړي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي چې دا پېښه سهشنبه د غويي پر ۱۸مه د ماسپښين شاوخوا ۱:۰۰ بجه شوې ده.
د نوموړي په خبره، پېښه هغه مهال شوې چې د شهربزرګ ولسوالۍ په برلاس کلي کې یو «سراچه» موټر سیند ته وغورځېد.
د کامګار په خبره، په مړو کې یوه ښځه، یو ماشوم او درې نارینه دي.
له دې وړاندې هم په هېواد کې د ورته ترافیکي پېښو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.