ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د رایې صندوقونو پر یو موټر د وسلهوال برید په پایله کې دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د ایران د حالوش خبري وېبپاڼې شنبه د جون پر ۲۹مه د دغه هیواد د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې دا برید د سیستان او بلوچستان ولایت اړوند په راسک سیمه کې شوی دی.
د راپور پر بنست، وسلهوالو کسانو پر هغه موټر چې د رايو ډک صندوقونه یې له راسک څخه د قومندانۍ په لور وړل، ډزې وکړې.
د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو مخکښ مسعود پزشکیان برید غندلی او دا یې د «جنايتکارانو» کړنه بللې ده.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا برید چا یا کومې ډلې کړی دی.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د ایران ولسمشریزو ټاکنو په ۱۴مه دوره کې ۴۰ سلنه ایرانیانو ګډون کړی و.
د یادونې ده چې د ایران په ټاکنو کې نوماندانو د اړتیا وړ رایې ترلاسه نه کړې او د دوو نوماندانو په سیالۍ سره دویم پړاو ته لاړې.