د راپورونو په حواله، د ایران د سیستان او بلوچستان په «راسک» کې د پولیسو په اډه او په چابهار کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پر مرکز وسلهواله نښته پای ته رسېدلې دي.
په دې نښته کې ۱۸ بریدګر او ۱۰ ایراني ځواکونه وژل شوي دي.
تسنیم خبري اژانس پنجشنبه د اپریل پر ۴مه راپور ورکړی چې دا برید د «جیشالعدل» وسلهوالو له خوا شوی و.
په راپور کې راغلي چې په دې بریدونو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي؛ خو کره شمېره یې په ډاګه نه ده.
د یادولو ده چې دا برید بیګاه شپه پېل شوی و.
په دې وروستیو کې جیشالعدل ډلې د ایراني پوځيانو پر پوځي مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی دی.
څه موده وړاندې په سیستان او بلوچستان کې د ایراني پوځيانو پر یو مرکز د دغې ډلې د برید په پاېله کې لږ تر لږه ۱۱ ایراني سرتېري وژل شوي و.