د ډنمارک رسنیو ویلي چې د دغه هېواد پر لومړۍ وزیرې میټه فریدریکسن د یو بریدګر له خوا برید شوی دی.
اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې پر هغې دا برید جمعه د جون پر ۷مه د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې شوی دی.
د بريد د څرنګوالي او دا چې لومړۍ وزيرې ته زیان رسېدلی که نه، جزییات نه دي خپاره شوي.
پوليسو دا بريد منلی او ویلي یې دي چې يو کس يې نيولى او پلټنې ترې روانې دي.
د ډنمارک لومړۍ وزیرې دفتر هم د دغه هېواد راډیوټلویزیون ته ویلي چې دې برید «حیران» کړي دي.
که څه هم ځینې بیا دا برید د اروپا پارلماني ټاکنو له کمپاین سره تړاو ګڼي؛ خو کره انګیزه یې لا نه ده په ډاګه.
د میټه فریدریکسن د وژنې هڅې ګڼ غبرګونونه راپارولي او یو شمېر اروپايي چارواکو دا پر اروپايي ډیموکراسۍ برید بللی دی.
د سویډن لومړي وزیر اولاف کریسټرسن ویلي: «پر یوې دیموکراتیکې انتخاب شوې مشرې برید زموږ پر ډیموکراسۍ هم برید دی.»
د اروپايي ټولنې مشر، چارلس میشل په اېکس کې د یو پوسټ په خپراوي سره ویلي چې پر لومړۍ وزیرې برید یوه «بزدلانه کړنه» ده.
د اروپا د پارلماني ټاکنو په درشل کې د سیاستوالو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه توده موضوع ګرځېدلې ده.
د روان کال مې میاشت په جرمني کې د سوسیال دیموکرات ګوند یو کیڼ اړخه نوماند د ټاکنیز کمپاین پرمهال وهلوټکولو سره مخ او په سلواکیا کې د دغه هېواد لومړی وزیر رابرټ فیکو هم په یو برید کې ژوبل شو.