پر اسراییلو د ایران توغندیز بریدونه له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه بریدونو د غندنې ترڅنګ په سیمه کې د کړکېچ پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. امریکا او بریتانیا بیا د دغه بریدونو د غندنې سربېره ویلي چې د دغو توغندیو په مهارولو او شنډولو کې یې د اسراییل مرسته کړې ده. چین او مصر بیا ایران زغم ته رابللی دی. ایران او اسراییل له څو لسیزو راهیسې د خپلو نیابتي ډلو له لارې په جګړه بوخت دي او دا تر لفظي شخړې پورې محدوده وه؛ خو دا لومړی ځل دی چې ایران مخامخ له خپلې خاورې اسراییل په نښه کوي. اسراییل ایران په نړۍ کې د اورپکۍ لوی ملاتړی بولي او ایران بیا له اسراییلو سره دښمني د ۱۳۵۷ کال اسلامي انقلاب د بنسټيز اصل په توګه تعریف کړې ده. اخوا، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ ویلي چې پر اسراییلو د دغه هېواد توغندیز بریدونه یې د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مې مادې په رڼا کې و. د ملګرو ملتونو منشور د برید په صورت کې ټولو دولتونو ته له ځانه د دفاع حق مجاز بللی او ایران ادعا کوي چې په دمشق کې یې پر کونسلګرۍ برید د ملي حاکمیت د نقض په مانا دی. ایران د شنبې پر شپه پر اسراییلو د څه باندې ۳۰۰ بېپيلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو ګوزارونه کړي دي. د اسراييلي پوځ ویاند ویلي چې د دغو توغندیو ۹۹ سلنه یې موخې ته له رسېدو وړاندې شنډ او له منځه وړي دي.
د ایران اسلامي جمهوري دولت د شنبې پر شپه اعلان کړی چې د لسګونه بېپيلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو په مرسته یې په اسراییلو کې پر یو شمېر موخو بریدونه کړي دي. دا په تېرو ۴۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ مخامخ جګړه ده چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د اسراییلو له هوايي برید وروسته کېږي.
له دغو بریدونو څو ساعته وروسته په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې د تهران پوځي ځواب د خپل هېواد د مشروع دفاع لپاره د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ بللی دی. په دې ویناپاڼه کې راغلي چې د ایران نظامي اقدام په دمشق کې د قونسلګرۍ په ودانۍ د اسراییل د برید په غبرګون کې شوی دی.
په ویناپاڼه کې راغلي: «د ایران پوځي ځواب په دمشق کې زمونږ په ډیپلوماټیکو ځایونو باندې د صهیونیستي رژیم د تیري په ځواب کې د مشروع دفاع په هکله د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې پر بنسټ و. دا موضوع دې تړلې وګڼل شي؛ خو که اسراییلي رژیم بله تېروتنه وکړي، د ایران ځواب به له دې هم سخت وي.»
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په دې ویناپاڼه کې له امریکا غوښتي چې د تهران او تل ابیب له نښتې دې ځان لرې وساتي. د ویناپاڼې له مخې: «دا نښته د ایران او یاغي اسراییلي رژيم ترمنځ ده او امریکا دې ترې لرې پاتې شي.»
بل پلوه، د اسراييلي پوځ ویاند دانیل هاګاري له برید وروسته ویلي چې ایران پر اسراییلو څه باندې «۳۰۰ بېپيلوټه الوتکې، کروز او بالستیک توغندي» توغولي چې ۹۹ سلنه یې موخې ته له رسېدو وړاندې شنډ او له منځه وړل شوي دي. نوموړي منلې چې د دغه هېواد په سوېل کې یوه پوځي اډه موخه ګرځول شوې؛ خو پام وړ زیان ورته اوښتی نه دی.
د اسراییلي پوځ ویاند ویلي چې ایران پر اسراییلو «۱۷۰ ډرون، ۳۰ کروز توغندي او ۱۲۰ بالستیک توغندي» توغولي چې ځینې بریدونه له یمن او عراق څخه شوي دي. هاګاري ټينګار کړی چې ایران ډېر خطرناکه ګام پورته کړی او په خبره یې، سیمه د کړکېچ خواته بیايي.
ورته مهال، نیویارک ټایمز د اسراييلي چارواکو له قوله لیکلي: «ایران پر اسراییلو ۱۸۵ ډرون، ۳۶ کروز توغندي او ۱۱۰ له ځمکې څخه ځمکۍ ته توغندي توغولي دی.»
پر دې سربېره، اسراييلي چارواکو منلې چې د ایران په هوايي ګوزارونو کې ۳۱ کسان ټپيان شوي دي. د اسراییلو ۲۴ ای شبکې راپور ورکړی چې د نقب په دښته کې چاودنه شوې چې له کبله یې یو ۱۰ کلن ماشوم کلک ټپي شوی دی.
پر اسراییلو د بریدونو په اړه د ایران دفاعي دریځ
د ایران د دفاع وزیر قرايي اشتیاني د سیمې هېوادونو ته ګوتڅنډنه کړې چې خپل هوايي حریم د اسراییلو په واک کې ورنه کړي. نوموړي ویلي: «هر هېواد که پر ایران د برید لپاره خپل هوايي حریم یا خاوره د اسراییلو په واک کې ورکړي، زموږ له کلک ځواب سره به مخ شي.»
د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا دا ګام مشروع دفاع او غچاخیستونکي بریدونه ګڼلي دي. نوموړي وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران وسلهوالو ځواکونو د دغه هېواد د رسمي مستشارانو وژلو ته چې د سوریې حکومت په رسمي بلنه یې په دغه هېواد کې فعالیت کاوه، د ملګرو ملتونو د ۵۱مې مادې پربنسټ مشروع دفاع حق په کارونې پوځي ځواب ورکړی دی. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د اړتیا له مخې به تهران د خپلو مشروع ګټو د ساتنې لپاره لا زیات دفاعي ګامونه پورته کړي.
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قاليباف هم پر اسراییلو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه مشروع دفاع او د ملګرو ملتو له منشور سره سم بللي دي.
ورته مهال، د ایراني ځواکونو لوی درستیز محمد باقري ویلي چې د دغه هېواد عملیات پای ته رسېدلي او د دوام تکل یې نه لري. نوموړي خبرداری ورکړی که اسراییل د ایران یا په سوریه یا نورو هېوادونو کې دغه هېواد پورې اړوندو مرکزونو پر وړاندې ګام پورته کړي په خبره یې، د اوسني پرتله به د تهران له سخت ځواب سره مخ شي.
د ایران بریدونو ته د اسراییلو غبرګون
پر اسراییلو د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر ویلي چې تر اوسه «مخامختیا» ختمه شوې نه ده. بنیامین نتنیاهو ټينګار کړی چې اسرایيل به د ايراني بېپيلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو پر وړاندې «بریالی» کېږي. نتنیاهو پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «موږ مقابلې ته راپاڅېدلو او یو ځای به بریالي کېږو.»
بل پلوه، د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګالانت په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې اسراییل توانېدلی چې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو پر وړاندې ټینګ ودرېږي او د ایران د بریدونو لومړۍ څپې مقابله وکړي چې اسراییل په نښه کوي؛ خو په خبره یې «مقابله لا پای ته نه ده رسېدلې.» نوموړي زیاته کړې: «موږ له امریکا او نورو شریکانو سره بریالي شو چې د اسراییلو له خاورې دفاع وکړو. ډېر کم زیان واوښت. دا د اسراییلي پوځ پام وړ عملیاتو پاېله وه. مقابله لا پای ته رسېدلې نه ده. موږ باید هوښيار او هرې سناریو ته تېار واوسو.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش پر اسراییلو د ایران د برید غندنې ترڅنګ، په سیمه کې په سملاسي ډول د کړکېچ د درېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې: «زه د سیمې په کچه د تاوتریخوالي ویجاړونکي زیاتوالي د اصلي ګواښ په اړه ژوره اندېښنه لرم. له ټولو خواوو غواړم چې له لوړې کچې زغمه کار واخلي.»
پر اسراییلو د ایران هوايي ګوزارونو ته د امریکا او بریتانیا غبرګونونه
د امریکا ولسمشر جو بایډن پر اسراییلو د ایران برید ته په غبرګون کې خپله رخصتي نیمګړې پرېښوده. نوموړي په سپينه ماڼۍ کې د امریکا ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته رابللې وه او ویلي دي چې په کلکه توګه له اسراییلو ملاتړ کوي. دغه راز نوموړي ویلي چې د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي ۷) له مشرانو سره په غونډه کې به پر اسراییلو د ایران د برید په اړه د نړیوال ډیپلوماتیک ځواب په اړه پرېکړه وکړي.
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د ایران له توغندیزو او بېپيلوټه الوتکو له بریدونو وروسته د اسراییلو له دفاع وزیر سره دوه وارې ټیلیفوني خبرې کړې دي او له تل ابیب سره یې د واشنګټن پر غوڅ ملاتړ ټينګار کړی دی. دغو دوو دفاعي چارواکو د ایراني توغندیو او بېپيلوټه الوتکو له شنډولو ستاینه کړې ده. ورته مهال، د امریکا دفاع وزارت له اسراییلو غوښتي چې ایران ته له ځوابي برید وړاندې واشنګټن خبر کړي. د اسرایيلو له خوا د خپرې شوې اعلاميې په حواله، لوېډ اسټن له خپل اسرایيلي سياله غوښتي چې د ايران له هر ډول شوني ځواب وړاندې واشنګټن ته د خپل پلان په اړه معلومات ورکړي.
ورته مهال، سياېناېن راپور ورکړی چې بايډن نتنیاهو ته ویلي چې امریکا د ایران پر وړاندې هېڅ برید کې برخه نه اخلي. دغه راز، بایډن له لویه سره پر اسراییلو د ایران برید ناکام بللی دی.
د بریتانیا دفاع وزارت بیا ویلي چې الوتکو یې د سوریې او عراق په اسمان کې د ایران له خوا توغول شویو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په څارلو او شنډولو کې برخه لرله.
ورته مهال، د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک پر اسراییلو د ایران د بېپیلوټه او توغندیزو بریدونو کلکه غندنه کړې او له اسراییلو سره یې د کلک ملاتړ ژمنه کړې ده. نوموړي د ایران بریدونه «بې پروا» بللي او زیاته کړې ده چې بریتانیا به د اسراییل او نورو شریکانو لکه عراق او اردون د امنیت ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلي سوناک زیاته کړې چې تهران یو ځل بیا څرګنده کړه چې په خبره یې، په خپل انګړ کې د ګډوډۍ جوړولو هوډ لري. نوموړي ټينګار کړی چې له هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي چې وضعیت کابو کړي.
د اروپايي ټولنې غبرګون
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزېب بورېل د شنبې پر شپه په خپله اېکسپاڼه کې پر اسراییلو د ایران برید د «نه منلو» بللی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی. د نوموړي په خبره، دا برید به په سیمه کې کړکېچ پراخ او د سیمې امنیت به له ګواښ سره مخ کړي.
ورته مهال، د فرانسې او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو هم د دغه بریدونو غندنه کړې ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیګورن پر اسراییلو د ایران برید بېمخینې بللی او غندنه یې کړې ده. هغه له اسراییلو سره د خپل هېواد د بشپړ پیوستون یادونه کړې ده. د نوموړي په خبره، «ایران په خپلو بې ثباته کوونکو کړنو کې نوې کچې ته رسېدلی او د پوځي کړکېچ د زیاتوالي خطر مني.»
ورته مهال، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي چې پر اسراییلو د ایران بریدونه په کلکه توګه څاري او د هر ډول سناریو سره د مخامختیا لپاره چمتو دي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز ویلي چې هېواد یې د ایران بریدونه «په کلکو ټکو» غندي. نوموړي زیاته کړې چې ایران سیمه د پراخې جګړې له ګواښ سره مخامخ کړې ده. د جرمني لومړي وزیر ویلي: «ایران له دې نامسووله او نه مننونکي برید سره د جګړې ګواښ پورته کړی دی. جرمني د اسراییل په څنګ کې ولاړ دی.»
دغه برید په افغانستان او ایران کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو پر اسراییلو د ایران د برید ستاینه کړې او ویلي دي چې پر غزې د اسراییلو له برید وروسته یې د ارام ساه اخیستې ده. یو شمېر نورو بیا په سیمه کې د جګړې له پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.
بل پلوه، ایراني رسنیو د ځينو انځورونو په خپرولو د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو «خود جوشه خوښیو» خبر ورکړی دی. په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې واټونو ته راوتلي خلک پر اسراییلو د ایران بریدونو ته خوشحالي کوي.
په ټولنیزو شبکو کې د ایراني کاروونکو له خوا خپرو شویو نظرونو کې څرګندېږي چې د دغه هیواد زیات شمېر وګړي بیا د ایران او اسراییلو ترمنځ د پوځي شخړې له نورو اړخونو اندېښمن دي. زیات شمیر کاروونکو دغه کړنه د درېیمې نړیوالې جګړې پېلامه بللی او د کړکیچ د کمولو غوښتنه یې کړې ده.
له دغه برید وروسته، د سیمې ګڼو هېوادونو خپل هوايي حریم د الوتنو پر مخ وتاړه او له خپلو وګړو یې غوښتنه کړې چې ایران او اسراییلو ته له تګه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې ایران پر اسراییلو د بېپيلوټه او توغندیز بریدونه د دغه هېواد د هغه برید په ځواب کې کړي چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې یې د ایران سفارت پر کنسولي برخې کړی و.
له نړیوالو غندنونو سره هممهاله، چین او مصر بیا له دواړو لوریو غوښتي چې له زغمه کار واخلي.