۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، هیله لري چې د دوحې غونډه به بشري او ښځو حقونو ته په لومړیتوب ورکولو سره د نورو پراخبنسټه غونډو د جوړېدو لامل شي.
بېنټ یکشنبه د سلواغې پر ۲۹مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په دویمه ناسته کې یې برخه نه ده اخیستې.
نوموړي زیاته کړې: «موږ هیله لرو چې دا غونډه د مهمو ښکېلو خواوو ترمنځ چې تل ورته بشري په ځانګړي ډول د ښځو حقونه چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د بنسټيزې هستې په توګه لومړیتوب لري، د یو لړ معناداره او ټولشموله غونډو د جوړېدو لامل شي.»
نوموړي د دوحې په ناسته کې د نه ګډون په اړه څه ویلي نه دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته د دغه هېواد لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون پرلپسې په څلورو ناستو او څلورو برخو کې ترسره شي.
په دې غونډه کې د مدني ټولنې په استازیتوب لطفالله نجفيزاده او د ښځينه فعالانو په استازولۍ بیا محبوبه سراج، میترا مهران او شاهګل رضايي برخه اخلي.
طالبان هم دې ناستې ته بلل شوي و؛ خو ویلي دي چې ملګرو ملتونو یې شرطونه نه دي منلي او ګډون پکې ګټور نه دی.