۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ډېره بودیجه ځانګړې کړي.
بېنېټ شنبه د غويي پر ۲۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې له ژغورنې او لټون وراخوا، په افغانستان کې سېلاب ځپلي عادي ژوند ته د بېرته ورستنېدو لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي په افغانستان کې له اقلیمي بدلونه اندېښنه ښودلې ده.
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو له کبله سېلابونه راووتل چې د ځاني زیان ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم واړول.
د راپورونو په حواله، یوازې په بغلان کې د دغو طبیعي پېښو په پاېله کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي.
تازه په غور کې طالب چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۵۰ کسان مړه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې په غور کې وروستیو سېلابونو دوه زره او ۵۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي.