۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ ترکیې ته د خپل څلور ورځني سفر او له افغان کډوالو سره د بشري حقونو په هکله د خبرو اترو د پای اعلان کړی.
ترکیې ته د بېنټ سفر د جمعې په ورځ، د سپټمبر په 10مه پای ته ورسېد او هغه دا اعلان د اېکس ټولنیز شبکې (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې کړی.
بېنټ زیاته کړه: «له څلور ورځني سفر وروسته چې ما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د هغو افغان نارینه او ښځو له مختلفو ډلو سره خبرې وکړې چې له خپل هېواده وتلي دي.»
د هغه په وينا، له دغو ډلو سره په خبرو کې يې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې واورېدې.
نوموړي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو او دولتي بنسټونو او هلته د ملګرو ملتونو له کارکوونکو سره هم لیدلي.
دا په داسې حال کې ده چې بېنټ څلور ورځې وړاندې له افغان کډوالو سره د لیدو لپاره له المان څخه ترکیې ته تللی و.
بېنټ د افغانستان په تړاو د خپلو ناستو او خبرو په پیل کې، جرمني ته هم سفر کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې انالنا بربوک سره یې لیدلي.