افغانستان کې خونړۍ پنجشنبه تېره شوه. د کابل دشت برچي کې پر ښوونیزو مرکزونو له بریدونو دوه ورځې وروسته، په ورته توګه مزارشریف ښار کې د شیعهګانو جومات په نښه شو. د رارسېدلو راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې زیات شمېر کسان مړه شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي په یو ټویټ کې لیکلي، چې د مزارشریف چاودنې یو ځل بیا له هزاره وو قرباني واخیسته او باید دا ډول بریدونه چې د «بشري حقونو نقض» دی، پای ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، پنجشنبه د غويي پر لومړی ماسپښین مهال د مزارشریف ښار روضې ته څېرمه سه دوکان جومات کې چاودنه شوې ده. د دې چاودنې د تلفاتو په تړاو بېلابېلې شمېرې خپرې شوې دي. ځينو سرچینو ویلي، چې چاودنه کې ۵۰ کسان مړه شوي او ۱۰۰ نور ټپيان دي. ابوعلي سینای بلخي روغتون بیا د ۳۱ مړي او ۸۷ ټپيان ثبت کړي دي. روغتیايي سرچینو ویلي، چې د ډېرو ټپيانو حالت نازک دی. طالب چارواکو د تلفاتو کمې او بېلابېلې شمېرې خپرې کړې دي. شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي بدلې شي.
د جومات له دننه هم ځینې ویډیوګانې ثبت شوې، چې د خپرېدو وړ نه دي. دغو ویډیوګانو کې مړي ښکاري، چې پر ځمکه پراته دي.
پر دې سربېره پنجشنبه د غويي پر لومړی کندوز، کابل او ننګرهار کې هم چاودنې شوې دي. ځينو چاودنو کې طالبان په نښه شوي. کندوز کې اړمنو ته د غنمو د وېش پر مهال چاودنه شوې ده. د دې چاودنې د مرګژوبلې شمېرې هم په ډاګه شوې نه دي؛ خو ویل کېږي لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده. ننګرهار کې بیا چاودنې د څلورو طالبانو ژوند اخیستی دی. کابل کې د چاودنو له امله د مرګژوبلې شمېر نه دی خپور شوی؛ خو ویل شوي چې یوه چاودنه «تلاش دانش» ښوونځي ته څېرمه شوې ده.
«د امنیت په ډاډمنتیا کې د طالبانو بې غوري»
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر شیعه ګانو او هزاره وو په کندوز، هرات، بلخ، کندهار او کابل کې ورته بریدونه شوې دي. د ډېرو بریدونو پړه داعش ډلې منلې ده.
د بښنې نړیوال سازمان یوه مسووله سمیرا حمیدي وايي، چې د نړیوالې ټولنې بېړني اقدام ته اړتیا ده، تر څو له خلکو د ساتنې په برخه کې د طالبانو بې غوري وارزول شي. هغې ټينګار کړی، چې د ملکي افغانانو په ځانګړې توګه د هزاره وو وژنې دې ودرول شي. مېرمن حمیدي وايي، اوسنی وضعیت بېړنیو ګامونو ته اړتیا لري، یوازې غندنو باندې نه کېږي.
پر هېواد له واکمنېدو وروسته طالبانو په وار وار د سراسري امنیت ټينګښت خبره کړې او هغه داسې تبلیغ کوي، چې هغوی له ځان سره د ډالۍ په توګه راوړی وي. وروستۍ پېښې او د شیعه ګانو پر وړاندې بریدونه او دغه راز په یو ورځ د هېواد په څلورو ولایتونو کې چاودنې د هغوی دا ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. طالب چارواکو په وار وار هڅه کړې، چې هېواد کې د داعش ګواښ کم وښيي.
د طالبانو مشر ویاند ذبیحالله مجاهد کندوز او مزارشریف کې چاودنې غندلي دي. نوموړي لیکلي، چې دا جنایات د هغو کړیو کار دی، چې په افغاني ټولنې پورې هېڅ ارتباط نه لري. هغه ژمنه کړې، چې طالبان د شریرو عناصرو د له منځه وړلو په کار کې خورا ښه تجربه لري او ډېر ژر به د دغو جنایتونو عاملان پیدا او سخت مجازات کړای شي.
تېره سهشنبه د کابل دشت برچي کې هم پر «ممتاز» ښوونیز مرکز او عبدالرحیم شهید ښوونځي برید وشو، چې له کبله یې زیات شمېر زدهکوونکو ته مرګژوبله واوښته. د دغو بریدونو د مرګژوبلې شمېرې هم بېلابېلې وې. له برید وروسته، له خلکو سره د طالبانو پر چلن هم نیوکه وشوه. په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانو کې ښکاري، چې طالب ځواکونو د قربانیانو ځيني خپلوان وهي. دا چلن د نیوکګرو له لوري غیرمسلکي بلل شوی دی.
د مزارشریف برید ته غبرګونونه
د مزارشریف پر سه دوکان جومات برید په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را وپارول. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ په یو ټویټ کې لیکلي، چې د پنجشنبې بریدونو افغانستان ولړزاوه او مزارشریف کې یې د شیعه ګانو جومات په نښه کړ، چې بیا یې له هزاره وو قرباني واخیسته. نوموړي ټينګار کړی، چې پر ښوونځيو، جوماتونو او ګڼ مېشتو ځایونو سیسټماټيک بریدونه بېړنۍ څېړنې ته اړتیا لري. هغه ټينګار کړی، چې د بشري حقونو د نقض دا ډول بریدونه دې ودرېږي.
کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ مزارشریف کې پر جومات برید «بوږنوونکی» بللی او غندلی یې دی. نوموړي بنسټ پر ملکیانو دا ډول بریدونه اندېښمنونکي وبلل او ټينګار یې کړی، چې دا ډول بریدونه دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي او عاملان دې یې عدالت ته راکش شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یو ټویټ کې دا برید غندلی او ویلي یې دي، هغو کسانو چې په روژه کې دا ډول ناوړه تاوتریخجن اقدام کړی، د افغانستان او اسلام دوښمنان دي.
افغانستان کې د ایران سفارت هم پر لمونځ کوونکو برید غندلی. نوموړي سفارت په یو ټويټ کې ویلي: «یو ځل بیا مزارشریف کې د جنایتکارو او ناپاکو ترهګرو لاسونه د روژتي افغانانو پر وینو سره شول.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي دا برید «ترهګریز او بشرضد جنایت» بللی او ویلي يې دي، چې دا برید له انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی. نوموړي د دغه برید د غندنې ترڅنګ ټينګار کړی، چې د پردیو له ښکاره دسیسو د ژغورلو لپاره دې ورورولۍ او ملي یووالي ته زیاتې هڅې وشي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله یو پیغام کې دا برید «جنایت» بللی دی. نوموړي ویلي: «د اهل تسنن او اهل تشیع خویندې او وروڼه زموږ د ملت نه بېلېدونکې برخه ده او د هغوی غم او درد د ټولو افغانانو غم او درد ګڼل کېږي.» عبدالله عبدالله پر لمونځ کوونکو، زدهکوونکو، مذهبي ځایونو او ښوونیزو مرکزونو برید بشرضد جنایت بللی او هغه یې د ټولو انساني او دیني ارزښتونو خلاف ګڼلی دی.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې هم مزارشریف کې دا برید غندلی دی. نوموړې جبهې ویلي، د دا ډول «جنایتونه رېښه» په «طالباني تفکر» پورې اړه لري او طالبانو پر خپلو «ځانمرګو قطعو» خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د نړۍ پر مشرانو او نړیوالې ټولنې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» د مخنیوي غوښتنه
د مدني ټولنې او بشري حقونو ځينو هزاره وو غړو د نړۍ مشرانو او نړیوالو بنسټونو ته پرانیستی لیک لېږلی او په دې لیک کې یې له هغوی غوښتي، چې افغانستان کې د هزاره وو وضعیت ته پاملرنه او د هغوی له نسل وژنې دې مخنیوی وکړي. د دغه لیک د لاسلیک کوونکو په باور، افغانستان کې هزاره ګان د «نسل وژنې» له ګواښ سره مخ دي او نړیواله ټولنه دې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. دغه لیک کې راغلي: «دا لیک ټولو مرستندویه هېوادونو او دولتي او نادولتي نړیوالو سازمانونو ته د ګام اخیستو لپاره لیکو، تر څو افغانستان کې د هزاره وو وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.»
په دغه پرانېستي لیک کې له هېوادونو غوښتل شوي، چې له هزاره وو ملاتړ وکړي. لیک کې راغلي، چې دشت برچي کې د هزاره وو وژنه د هزاره قوم پر وړاندې هدفمند و. د لیک له مخې، د ۲۰۱۵ کال راهیسې د کابل لوېدیځ کې له ۳۰ زیات بریدونه شوي، چې پکې سلګونه هزاره ګان موخه ګرځول شوي دي.
د دغو بریدونو دوام، جدي بحثونه راپورته کړي، چې ایا د افغانستان هزاره ګانو او شیعه ګانو وژنه «نسل وژنه» ده، مګر تر اوسه پورې د هزاره ګانو د نسل وژنې مسله نه ده پیژندل شوې.
د بشري حقونو مدافعان او د مدني ټولنو غړو په هغه لیک کې چې د امریکا، فرانسې، کاناډا، بریتانیا، اسټرالیا، اروپايي ټولنې او نړیوالو بنسټونو ته لېږل شوی، غوښتل شوي، چې د هزاره وو د نسل وژنې موضوع دې په رسمیت وپېژني، د خلکو تر څنګ دې ودرېږي او په ورته وخت کې نړیواله ټولنه دې ځانګړې لارې چارې ولټوي.
لیک کې د نړۍ مشرانو او نړیوالو سازمانونو ته په اشارې ویل شوي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې شوي بریدونه دې وڅېړل شي او عاملان دې ځواب ویلو ته را وکاږي.
د هېواد دننه هم پېژندل شویو څېرو لکه رنګین دادفر سپنتا او رحمتالله نبیل د هزاره ګانو پر وړاندې بریدونه «نسل وژنه» بللې ده.