۸صبح، کابل: د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، د بېپولې خبریالانو ټولنې اعلان وکړ چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې، د رسنیو ۸۶ سلنه ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د غويي په ۱۳ مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې، ښځینه خبریالانې تر زیات فشار لاندې راغلې او له هرو پنځو ښځینه کارکوونکو، څلور یې، وزګارې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو بیا واکمنېدو د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو د خوندیتوب لپاره جدي پایلې لري.
بېپولې خبريالانو ويلي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د مذهبي مسايلو، د ښځو د مقام او د بشري حقونو په ګډون، پر ډيرو مسايلو غور کول، ستونزمن يا ناشوني شوي او په سره کرښه بدل شوي دي.»
دغه سازمان همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو ادارې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د استخباراتو ریاست، د امر بالمعروف وزارت او د دې ډلې د حکومت د رسنیو مرکز، خبریالانو ته اخطارونه استوي.
بلخوا، بېپولې خبریالانو د رسنيو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان نقشه توره کړې او پر خپله ویبپاڼه یې، خپره کړې.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط درې میاشتې وروسته، په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنۍ هم لادرکه شوې دی.
د دغه بنسټ په وینا، ډېری خبریالان له افغانستانه وتلي او ډېری هغه کسان چې په هېواد کې پاتې شوي هم نیول شوي او له پوښتنو ګرویږنو سره مخ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې(نی) هم د غويي په ١٣مه د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت، د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي و، چې په تېرو دوو کلونو کې، د رسنيو ازادي له جدي ننګونو سره مخ شوې ده.
تر دې مخکې طالبانو د افغانستان له رسنیو غوښتي و، چې خپله تګلاره ددغې ډلې له ایډیالوژۍ سره سمه کړي، او یا دې خپل کار ودروي.