۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی.
اوچا دوشنبه د چنگاش پر ۱۱مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانانو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یوازې ۶۱۵.۷ میلیون ډالره ترلاسه کړي دي.
د دغه دفتر په خبره، له دغه سازمان سره په شته بودیجې یوازې د ۲۰.۱ سلنه اړمنو لومړنۍ اړتیاوې پوره کولای شي.
یاد سازمان یادونه کړې چې دمګړۍ ۲.۴۵ میلیارد ډالره بودیجې ته اړتیا لري.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د بودیجې کمښت داسې مهال راغلی چې د خوړو نه خوندیتوب لامله په ټول افغانستان کې د بشري اړتیاوو، اوږدمهاله بې ځایه کېدو او په پراخه کچه پر چاودېدونکو توکو د ککړې ځمکې ننګونې پر خپل ځای پاتې دي.
د یادونې ده چې له درېیو کالو پرلپسې وچکالۍ وروسته په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې نامنظمو ورښتونو نږدې ۱۲۰ زره کسان اغېزمن کړل.
په تېرو وروستیو میاشتو کې د ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه واړول.
له دې وړاندې اوچا ویلي و چې په افغانستان د اړمنو لاسنیوي لپاره ۳.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.